لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډرون بريد کې دالقاعده دمهم کمانډر اؤ دپاک پوځ دپخواني افسر دوژل کيدوپخلى


دالقاعده وياند مطبوعاتو ته د ډرون بريد کې د خپل وژل شوي کمانډر اؤ د هغۀ ديو زوئ د مړو عسکونه هم جاري کړي چې د گلونو اميلونه ورته غاړه کې ايښودل شوي دي
دالقاعده وياند مطبوعاتو ته د ډرون بريد کې د خپل وژل شوي کمانډر اؤ د هغۀ ديو زوئ د مړو عسکونه هم جاري کړي چې د گلونو اميلونه ورته غاړه کې ايښودل شوي دي

القاعده منلې ده چې تيره اوونۍ دافغانستان ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې تره شوې د بې پلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې دالقاعده مهم ډاکټر سربلند الحيث ابوخالد، د هغۀ دوه زامن اؤ پاکستاني پوځ يو پخوانى لوړپوړى افسر وژل شوي.

د برصغير پاک وهند دپاره د القاعده تروريستي شبکې لخوا اعلان کړل شوي وياند اسامه خالد د زيارت په ماسخوتن مطبوعاتو ته پخپل يو جاري کړي بيان کې منلې ده چې په دغه بريد کې دالقاعده مهم مشران وژل شوي.

دالقاعده وياند مطبوعاتو ته د ډرون بريد کې د خپل وژل شوي کمانډر اؤ د هغۀ ديو زوئ د مړو عسکونه هم جاري کړي چې د گلونو اميلونه ورته غاړه کې ايښودل شوي دي

دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې تيره اوونۍ تره شوي د ډرون يو بريد کې پاکستاني چارواکو د څلورو کسانو د وژنې دعوه کړې وه خو ددغو وژل شوؤ کسانو پيژندل گلو يې نه وه په ډاگه کړې .

دزيارت په ماسخوتن چې کله پاکستاني مطبوعاتو شمالي وزيرستان کې د ډرون د يوې بلې حملې خبر ورکړو نو وروستو له هغې د القاعده وياند اسامه خالد مطبوعاتو ته وويل چې دا حمله تيره اوونۍ شوې وه چې پکې د القاعده مهم جنگي کمانډر ډاکټرسربلند الحيث ابوخالد، د هاغه دوه زامن اؤ دپاکستان دپوځ يو پخوانى افسر ميجر( ر) عادل شوي وؤ.

د ډاکټر سربلند په هکله وئيل کيږي چې هاغه افغانستان کې د شوروي اتحاد د حملې په ضد ترسره شوې جگړه کې مهم رول لوبولى وؤ اؤ دا مهال يې د القاعده غړو ته د جنگي تربيت ورکولو دنده په غاړه لرله .

دډاکټرسربلند الحيث ابو خالد لمړى تعلق دپاکستان د جماعت اسلامي په نوم مذهبي گوند سره هم ښودل کيږي اؤ هغه په تير دور کې د جماعت اسلامي لخوا د کراچۍ څخه ناظم هم منتخب شوى ؤ.

همدغه شان په دغه حمله کې چې د پاکستاني پوځ د کوم ريټائرډ افسر ميجر عادل د وژلو پخلى شوى د ميجر عادل په هکله وئيل کيږي د نائن اليون دپيښې څخه وروستو يې په القاعده کې شموليت اختيار کړى ؤ .

دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې له دې وړاندې هم د ډرون بريدونو کې د القاعده اؤ طالبانو مهم مشران اؤ کمانډران وژل شوي خو دا لمړى ځل دى چې په دغسې يو ډرون بريد کې دپاکستاني پوځ کوم پخوانى لوړ پوړى افسر هم د جنگيالو سره يو ځايې د ډرون د لارې په نخښه کړل شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG