لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" پي ټي ائي دې په ډاگه کړي چې جلسه کوي که حمله"


 اسلام اباد کې پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت دکورنو چارو وزير وويل چې تحريک انصاف ته به په ٣٠م نومبر دجلسې لپاره قانوني تقاضې پوره کول وي اؤ زياته يې کړه چې دجلسو په بهانه به دگډوډي جوړولو اجازت نۀ ورکول کيږي.
اسلام اباد کې پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت دکورنو چارو وزير وويل چې تحريک انصاف ته به په ٣٠م نومبر دجلسې لپاره قانوني تقاضې پوره کول وي اؤ زياته يې کړه چې دجلسو په بهانه به دگډوډي جوړولو اجازت نۀ ورکول کيږي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي په ٣٠م نومبر اسلام اباد کې دحکومت مخالفه گوند تحريک انصاف په وړاندې به کوم خنډ نۀ وي خو دغه گوند ته به دخپلې جلسې په اړه حکومت مطمئين کول اؤ اجازت نامه اخستل وي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان په ٣٠م نومبر دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دحکومت په ضد ديوې لويې سياسي جلسې کولو اعلان کړى.

عمران خانسږکال د١٤م اگست څخه دنواز شريف دحکومت خلاف اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دى اؤ دپارليمنټ هاؤس نه بهر دهغه احتجاجي دهرنا اوس هم روانه ده.

اسلام اباد کې پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت دکورنو چارو وزير وويل چې تحريک انصاف ته به په ٣٠م نومبر دجلسې لپاره قانوني تقاضې پوره کول وي اؤ زياته يې کړه چې دجلسو په بهانه به دگډوډي جوړولو اجازت نۀ ورکول کيږي.

دکورنو چارو وزير وويل دپلازمينې اسلام اباد په حساسه سيمه( ريډزون) کې موقعيت لرونکو ودانو دامنيت لپاره گمارل شوى پوځ بيرته غوښتل شوى خو په ضرورت پيښيدو پوځ بيا بلل کيدى شي.

دتحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک له لوري په شاهراه دستور ددهرنې ورکولو له غږ وروستو دريډزون امنيت پوځ ته سپارل شوى ؤ.

هغه وويل " دپاکستان تحريک انصاف قيادت ته به د٣٠م نومبر نه وړاندې خپله ايجنډا واضحه کول وي چې ايا هغوي دسياسي جلسې لپاره راروان دي که دحملې کولو لپاره اسلام اباد ته راځي اؤ کۀ چرې دحملې هڅه وشوه نو د٣٠م نومبر نه وړاندې به قانون په حرکت کې راځي"

چوهدري نثار وويل داسلام اباد ضلعي انتظاميه به راتلونکو څو ورځو کې دپاکستان تحريک انصاف قيادت سره رابطه وکړي اؤ دجلسې لپاره به دځايې ټاکنه وشي اؤ زياته يې کړه چې ضلعي انتظاميه به دپي ټي ائي دقيادت نه تحريري ضمانت اخلي چې هغوي ته جلسه کول وي هلته به امن پځايې ساتي اؤ قانون نافذونکې ادارې به دجلسه گاه نه بهر دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره هم موجود وي.

دکورنو چارو وزير وويل چې ددوه مياشتو نه دزيات وخت راهسې داولسي وگړو ژوند لنډ تنگ شوى اؤ هغه ته دانقلاب نه زيات گډوډى په نظر ورځي.

هغه تور ولگولو چې تحريک انصاف کې درايې اختلاف نۀ زغمل کيږي اؤ هم له دې امله جاويد هاشمي اؤ دقومي اسمبلۍ گڼ غړي دپارټۍ نه وويستل شول.

نثار وويل حکومت به دقانون دعملدارۍ نه نۀ پشا کيږي.

بل لوري ته دتحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې دهغه گوند به په ٣٠م نومبر اسلام اباد کې دانتخابي دهاندلۍ په ضد دائين په دائره کې په هر صورت کې پُرامنه احتجاج کوي اؤ ددې لپاره ورته دداخله وزير نه داجازت اخستو ضرورت هم نشته.

عمران خان اسلام اباد کې پخپلو پلويانو غږ کړى چې په ٣٠م نومبر يو لويې ميچ لوبونکى دى ،بغير دپريشانۍ نه دې اسلام اباد ته ورشي اؤ چرته چې هم دهغوي دمخې نيولو هڅه وشوه نو مقابله به کوي ځکه چې دهغه په قول پرامنه احتجاج يې جمهوري حق دى.

اسلام اباد کې په ٣٠م نومبر داحتجاجي جلسې دتيارو دجاج اخستو لپاره دخپل گوند غونډې ته په وينا کې دتحريک انصاف مشر وئيلي دي چې " د٣٠م نومبر جلسې لپاره ٩٥ لکه روپۍ چنده جمع شوې، دموجوده نظام نه خلک تنگ شوي ، ترڅو چې دنظام په ضداودريږو ملک کې بدلون نۀ راځي"

دپي ټي ائي مشر وويل په ٣٠م نومبر به په لويې شمير کې خلک اسلام اباد ته وررسيږي ځکه چې خلکو ددې نظام دنۀ منلو پريکړه کړې ده.

هغه وويل ټول سياسي گوندونه دهغوي نه ويريږي اؤ که تحريک انصاف گټه ترلاسه کړه نو دټولو گوندونو سياسي دوکان به بنديږي.

عمران خان وويل چې پرامنه احتجاج دهغوي جمهورى حق دى کوم چې ورته ائين ورکوي نۀ چې داخله وزير چوهدري نثار اؤ داخله وزير ته وئيل غواړي چې ترڅو ورته انصاف نۀ وي ورکړل شوى ددغه ځايې نه به نۀ ځي.

اخوا وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې دهرنا ورکوونکي ملک دترقۍ اؤ خوشحالۍ دلارې نه لرې کول غواړي خو دهغوي دغه هڅه به ناکاميږي.

اسلام اباد کې دانرژۍ په اړه دغونډې نه وروستو ميډيا سره خبرو کې نواز شريف دعوه وکړه چې داولس ستونزو کې کمى دحکومت لمړۍ ترجيح ده اؤ دهرنا ورکوونکي نۀ غواړي چې لوډشيډنگ ختم شي.

وزيراعظم وويل چې دپيټرولو نرخونو کې دکمي گټه نيغ په نيغه اولس ته رسول غواړي اؤ دتيلو نرخونو کې به راتلونکې مياشت کې هم کمى کولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG