لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا دپاکستان پوځ سره داړيکو ښه کيدو هيله کوي


" مونږ دشروع نه وئيلي چې پاکستان سيمه کې يو مرکزي شراکت دار دى، هر موقعه چې پاکستاني پوځ سره مرسته اؤ تماس سيوا کوي يو غوره څيز دى"
" مونږ دشروع نه وئيلي چې پاکستان سيمه کې يو مرکزي شراکت دار دى، هر موقعه چې پاکستاني پوځ سره مرسته اؤ تماس سيوا کوي يو غوره څيز دى"

دامريکې ددفاع محکمې پاکستان کې افغان ځواکونو دتربيت ورکولو په اړه افغان چارواکو ته د اسلام اباد په وړانديز دتبصرې کولو په مهال وئيلي دي چې امريکا پاکستاني پوځ سره دمرستې اؤ تماس ته دغوره څيز په سترگه گوري.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دخالي په ورځ امريکا ته ديوې اوونۍ په سفر رسيدونکى دى.

جنرل راحيل روانه اوونۍ کې دکابل دوره کړې وه اؤ افغان چارواکو ته يې دپاکستان پوځي تربيتي مرکزونو کې افغان عسکرو ته دتربيت ورکولو وړانديز کړى ؤ.

دپاکستاني پوځ دسرلښکر په دغه وړانديز چې کله دپينټاگون وياند رئير ايډمرل جان کربي نه دتبصرې لپاره وپوښتل شول نو هغه وويل " زما په فکر دا هاغه څه دي چې افغان حکومت ته پرې دخبرې کولو ضرورت دى"

" مونږ دشروع نه وئيلي چې پاکستان سيمه کې يو مرکزي شراکت دار دى، هر موقعه چې پاکستاني پوځ سره مرسته اؤ تماس سيوا کوي يو غوره څيز دى"

کله چې هغه نه وپوښتنه وشوه چې ايا ځينې ذمه وارۍ پاکستان ته په وراړولو سره به په امريکائي ځواکونو بوج کم شي ، ښاغلي کيري وويل دسږکال په اخره کې به افغانستان کې امريکائي مشن ددښمن په ضد دجنگيدو نه تربيت، صلاح مشورې اؤ دافغان ځواکونو مرستې کولو ته بدل شي

هغه وويل چې د٢٠١٤م نه پس به افغان ځواکونو ته دصلاح مشورې اؤ تربيت ورکولو لپاره يوې اهمې نړيوالې ژمنې ته اړتيا وي.

کله چې هغه نه امريکا ته دجنرل شريف ددورې دمقصدونو په اړه وپوښتل شول نو هغه په محتاط انداز کې وويل " تاسو ته دپاکستان دحکومت نه پوښتنه کول پکار دي چې هغه به څه وائي" اؤ زياته يې کړه چې " اؤ تاسو ته دپاکستاني قيادت سره خبره کول پکار دي چې ددغه دورې نه دهغوي څه توقعات دي. "

خو واشنگټن پوسټ دجمعې په ورځ پخپل راپور کې وئيلي دي چې جنرل شريف ته به امريکا ته دخپل لمړي سفر په مهال دپوځ دسرلښکر په توگه دخپل دپيش رو په پرتله " دډير کم شک" سره هرکلى وئيلى کيږي.

ورځپاڼه وائي چې دجنرل راحيل شريف ددغه دورې سره به ددواړو ملکونو ترمينځ باور مضبوط شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG