لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرۍ مخنيوي لپاره گډو هڅو ته اړتيا ده، نوازشريف


Former Pakistan prime minister Nawaz Sharif addresses supporters in Lahore February 6, 2008 during an oath taking ceremony of his party candidates for the Feb. 18 vote. REUTERS/Mohsin Raza (PAKISTAN) - RTR1WR5X
Former Pakistan prime minister Nawaz Sharif addresses supporters in Lahore February 6, 2008 during an oath taking ceremony of his party candidates for the Feb. 18 vote. REUTERS/Mohsin Raza (PAKISTAN) - RTR1WR5X

پاکستان اؤ افغانستان دتجارت، سرمايه کارۍ، انرژۍ اؤ بنيادي ځاندرې دبيا جوړولو څانگو کې مرستې ته په ودې ورکولو اتفاق کړى.

دغه اتفاق نن اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف اؤ افغان صدر اشرف غني ترمينځ ليدنه کې شوى دى.

دواړو خواؤ سيمه کې دترهه گرۍ په گډون دسلامتۍ دستونزو هواري لپاره اقتصادي مرستې ته په پام گرځولو زور راوړى اؤ ددوه اړخيزه اړيکو دټولو اړخونو جاج يې اخستى.

دافغانستان صدر اشرف غني سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پاکستاني وزيراعظم وويل چې پاک افغان مرسته سيمه کې دامن اؤ خوشحالۍ لپاره ضروري ده اؤ پاکستان دپرامنه اؤ پرمخ تللي افغانستان پلوي دى.

نواز شريف وويل يو باثابته، متحد اؤ خوشحاله افغانستان دپاکستان په ستر قومي مفاد کې دى.

پاکستاني وزيراعظم په دغه موقع ددواړو هيوادونو ترمينځ ددفاع اؤ سلامتۍ په گډون بيلا بيلو څانگو کې دمرستې سيوا کولو لپاره دپاکستان ژمنه تکرار کړه.

نواز شريف وويل دافغانستان په پرمختيا کې داشرف غني مهم کردار اؤ هغه اشرف غني ته پخپل دوهم کور پاکستان کې پخيرراغلى وائي، هغه وويل چې دپاکستان اؤ افغانستان حال اؤ مستقبل پخپل مينځ کې تړلي دي.

نواز شريف وويل چې دواړه ملکونه دسلامتۍ دچيلنجونو سره مخ دي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ مخنيوي لپاره به دواړو هيوادونو ته دگډو هڅو ضرورت دى.

هغه وويل چې پاکستان افغانستان کې دمذاکراتو پلوي دى اؤ زياته يې کړه چې افغانستان دبدلون ددور نه تيريږي اؤ پاکستان افغانستان سره ولاړ دى اؤ راتلونکي کې به هم دباثباته افغانستان لپاره افغان حکومت سره مرسته دوامداره ساتي.

ښاغلي شريف وويل چې افغانستان په سياسي اؤ معاشي لحاظ سره مضبوط ليدلو ته ليواله دي اؤ دې لړ کې به افغان حکومت سره مرسته هم دوامداره ساتلى شي.

وزيراعظم دافغانستان دننه دجوړجاړي دعمل ملاتړ څرگند کړو اؤ وې وئيل چې بايد ددغه عمل مشري افغانان پخپله وکړي.

همدغه شان افغان صدر اشرف غني پخپلو څرگندونو کې وويل چې پاکستان سره شراکت داري دافغانستان دخارجه تگلارې مهمه برخه ده.

اشرف غني دواهگه پولې په پيښه افسوس څرگند کړو اؤ وې وئيل چې دواړه هيوادونه دغرمت اؤ پسماندگۍ په ختمولو متفق دي.

اشرف غني وويل چې دواړو ملکونو ته به ماضي هيرول اؤ مخ په وړاندې تلل وي.

هغه وويل چې افغانستان دسيمې په پرمختيا اؤ ثبات کې مهم کردار ادا کولى شي.

له دې وړاندې امنيتي، تجارتي اؤ اقتصادي څانگو کې ددوه اړخيزه اړيکو دودې لپاره دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ باضابطه خبرې اترې ترسره شوې.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دپاکستاني هئت مشري اؤ دافغانستان صدر اشرف غني په دغه مهال دخپلې ډلې دمشرۍ چارې په غاړه لرله.

سرچينې وائي غونډه کې ددواړو هيوادونو مشرانو په بيلا بيلو څانگو کې ددوه اړخيزه اړيکو دمضبوطولو لپاره په مختلفو لارو چارو غور وکړو.

له دې وړاندې چې کله ښاغلى غني اسلام اباد کې وزيراعظم هاؤس ته ورسيدو نو دهغه په درناوي کې يوه دستوره وشوه.

په دغه موقع افغان مشر ته دوسله والو پوځونو يوې دستې سلامي وړاندې کړه اؤ ددواړو هيوادونو قومي ترانې وغږول شوې.

پاکستاني وزيراعظم صدر اشرف غني اؤ دهغه هيئت سره دخپلې کابينې دغړو پيژندگلو هم وکړه.

اشرف غني دجمعې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځنۍ دوره رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، صدر ممنون حسين، دوزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ نورو مشرانو سره ليدنې کړې دي.

بل لوري ته پاکستان کې دبيلا بيلو سياسي گوندونو مشرانو هم افغان صدر اشرف غني سره اسلام اباد کې ليدنه کړې اؤ هغه سره ددواړو ملکونو ترمينځ بيلا بيلو څانگو کې دمرستې سيوا کولو په مختلفو چارو خبرې اترې کړي دي.

دغه ليدنه کې پاکستاني سياسي مشرانو ددواړو ملکونو داولسونو ترمينځ په تماسونو سيوا کولو اؤ دهيئتونو په ليږلو راليږلو زور راوړى اؤ وئيلي يې دي چې دې سره به دوه اړخيزې اړيکې نورې هم ښې شي.

صدر اشرف غني سره ليدونکو مشرانو کې اسفنديارولي خان، افتاب احمد خان شيرپاؤ ، محمود خان اچکزئ، شيري رحمان، فرحت الله بابر اؤ فيصل کريم کُنډي شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG