لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ:ضرب عضب کې1200ترهگر ، 200 پوځيان وژل شوي


DG ISPR
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:13 0:00

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه سره ځمونږ د همکار رحمان بونیري ویډیو مرکه

دپاکستان پوځ دعوه کړې ده چې تيرو پينځوؤ مياشتو کې يې قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې د١٢ؤ سوؤ نه زيات ترهه گر وژلي دي.

واشنگټن ډي سي کې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره ځانگړو خبرو کې دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې تر دې مهاله د١٠٠ؤ نه زيات عسکر وژل شوي، خو که تاسو په دې کې خيبر ،قبائيلي علاقو اؤ دملک نورو برخو کې دهاغو عسکرو شميره يو ځايې کړئ چې خپل ژوند يې دلاسه ورکړى نو دغه شميره د٢٠٠ؤ نه زياتيږي

هغه سږکال په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو ضرب عضب (دختميدولپاره) وخت ونۀ ښودو خو وې وئيل چې دا به سيمې نه دترهه گرو تر ختمولو پورې روان وي.

پوځي وياند وائي مونږ په تدريجي توگه هغوي داسې سيمې ته ورديکه کوؤ چې زمونږ په گيره کې وي

ميجر جنرل عاصم سليم وويل چې هغوي) ترهه گر) هر قسمه وسله استعمالوي، چې پکې د الوتکو راغورځوونکې وسلې 14.5،12.7- ، مارټرې، سپک مشين گنونه Ak-47 هم شته، مونږ ځينې گاډي هم په قبضه کې اخستي

پوځي وياند وويل چې تندلاري په (بيلا بيلو) برخو کې دپاتې کيدو اؤ داپريشن درفتار دپه مزه کولو هڅه کوي.

هغه وويل دعملياتو پرمختگ دپلان سره سم روان دى اؤ مونږ په شمالي وزيرستان کې مرکزي داخلي لا ر پاکه کړې ، کومه چې دبنو نه دته خيل ته ختيز لويديزه لار ده، مونږ دشمال نه جنوب ته ، دغلام خان نه سپين وام شيوا ته تر جنوب پورې لويې لارې هم پاکې کړي دي، مونږ اوس دايجنسۍ لويديز لوري ته دافغان پولې ترڅنگ برخې پاکوؤ

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه چې پاکستان شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک خلاف گامونه نۀ اخلي نو ميجر جنرل عاصم سليم باجوه دغه امکان رد کړو اؤ وې وئيل چې " مونږ دترهه گرو خلاف يو، مونږ دهغوي دبشري رنگ خيال نۀ ساتو، په دې کې ټول قوميتونه اؤ ډلې شامل دي"

دکډوالو په اړه جنر عاصم سليم باجوه وويلکله چې خلک بې کوره شول نو مونږ په ابتدائي اندازو لگولو کې زيات وخت اخستى، مونږ داندراج يو جامع عمل لرلو اؤ دهغوي داندراج اؤ پخلي په بنياد يو ډير غوره نظام ځايې پځايې کړل شوى اؤ هغوي راشن اؤ نوره مرسته ترلاسه کوي

هغه دعوه وکړه چېممکنه غوره ميکانيزم پځايې دى اؤ زۀ به ووايم چې زما احساسات اؤ زما زړۀ دبې کوره خلکو سره دى، دا دهغوي لپاره ډير سخت اؤ ستونزمن صورتحال دى ، مونږ دهغوي احساس لرو اؤ دهغوي سره ولاړ يو. “

ډير زر ، مونږ دواپسۍ يو ډير جامع پلان جوړ کړى ، کوم چې به مرحله وار وي، دستنيدو لپاره به علاقې غوره کولى شي، خلک به خپلو علاقو ته بيرته بوتللى اؤ دبيا جوړولو کار به کولى شي، بيا بحالي به باوري کولى اؤ انفراسټرکچر به بيا جوړولى شي، حکومت سره په شريکه مونږ خپلې غوره هڅې باوري کولى اؤ دا خبره يقيني کول غواړو چې خلک دهاغه ژوند نه غوره ژوند ولري چې وړاندې به يې تيرولو

دکورنو جوړو شوؤ بمونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې پوځي وياند وويل چې دهغوي( تندلارو) دځالو نه ترلاسه شوى لټريچر په ډاگه کوي چې هغوي سره ځينې اجنئيران دي ، ځينې کيمسټس دي ، څوک چې نوي څيزونه جوړولى شي اؤ دغسې جگړه روانه ده نو دا دوخت خلاف زغل دى

دپولې پورې راپورې نقل وحرکت تر زياته حده اودرول شوى خو مونږ ته افغانستان ته دنورو سيمه ييزو ملکونو نه دکيميکل دسرچينو لوري ته دپام کولو ضرورت دى

ميجر جنرل عاصم سليم وويلکه چرې مونږ دCane" " پشان کيميکلو ته وگورو( زۀ نۀ پوهيږم چې دا څه دي، ما په گوگل کې دددې په مطلب دځان پوهولو کوشش وکړو خو پوهه نۀ شوم چې په حقيقت کې دا څه لفظ دى) نو دا په ټولو سيمه ييزو ملکونو کې پيدا کيږي

مونږ پخپله پوله زيات گامونه اخستي، مونږ دسرحدي سلامتۍ ميکانيزم ځايې پځايې کړى اؤ راپورونو کې منل شوې ده چې ددې اړخ نه نقل وحرکت ډير کم شوى

هغه وويل چې پاکستان دهاغو کيميکلو دانتقال څارنه کوي چې کورنو بمونو کې استعماليږي.

پوځي وياند وويل (افغانستان نه ) دپوځيانو وتل سيمه کې دمخ په زياتيدونکي ثبات علامت دى، افغانستان کې کامياب سياسي بدلون اؤ حکومت دجوړيدو په حالت کې دي اؤ هغوي گاونډي ملکونو ته سفرونه هم کوي، نو هر څه دثبات په لوري روان دي

دتندروه ډلې دولت اسلاميه په اړه ښاغلي عاصم وويل ددولت اسلاميه موجودگي دهرچا لپاره دانديښنې وړ ده خو ددې راپورونو سره يې اتفاق ونۀ کړو چې گنې پاکستان کې هم ددولت اسلاميه پلويان را پيدا شوي.

پوځي وياند وويل چې دا انفرادي کيسونه کيدى شي، هغوي دخپل ځان دموجودگۍ يا مهم ښودلو هڅه کوي اؤ زياته يې کړه چې زۀ فکر نۀ کوم چې راتلونکو ورځو کې به دا سيوا شي

دپوځ په گډون پاکستاني رياست هر تندلاريتوب اؤ ترهه گري په سختۍ سره رد کړې ، مونږ همدغسې کوؤ اؤ( په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې) ضرب عضب اپريشن ددې څرگندونه ده اؤ دټول قوم لخوا دضرب عضب اپريشن ملاتړ هم دڅه رقم ترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب خلاف دملي ژمنې اظهار دى

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG