لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان اؤ طاهرالقادري اشتهاري وگرځول شول


 عمران خان اؤ ډاکټر طاهرالقادري داسلام اباد دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړې محکمې جج کوثر عباس زيدي اشتهاري گرځولي دي.
عمران خان اؤ ډاکټر طاهرالقادري داسلام اباد دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړې محکمې جج کوثر عباس زيدي اشتهاري گرځولي دي.

دترهه گرۍ دمخنيوي يوې ځانگړې محکمې دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان اؤ دپاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري اشتهاري گرځولي دي.

عمران خان اؤ ډاکټر طاهرالقادري داسلام اباد دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړې محکمې جج کوثر عباس زيدي اشتهاري گرځولي دي.

دغه دواړه سياسي مشران په سينئر سپرنټډنټ پوليس( ايس ايس پي) عصمت الله جونيجو دحملې کولو اؤ دهغه دزخمي کولو مقدمه کې په گرفتارۍ نۀ ورکولو اشتهاري گرځول شوي دي.

عدالت دطاهرالقادري اؤ عمران خان داشتهاري گرځولو ددغه عدالتي امر نقلونه دعمران خان اؤ طاهرالقادري دکورونو ترڅنگ په اولسي ځائيونو دلگولو امر هم وکړو.

دوه ورځې دمخه دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دپاکستان دسرکاري ټيلي ويژن( پي ټي وي) په ودانۍ اؤ پارليمنټ هاؤۍ دحملو مقدمو کې دعمران خان اؤ طاهرالقادري دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى ؤ.

خودتحريک انصاف مشر عمران خان داسلام اباد ډي چوک کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال حکومت ته چيلنج ورکړى ؤ چې دهغه دنيولو جرائت دې وکړي اؤ زياته کړې يې وه چې خپل ضمانت به هم نۀ کوي.

دپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دپوليسو دگاډو سوځولو مقدمه کې طاهرالقادري دوړاندې نه اشتهاري گرځولى اؤ هغه ته يې ددسمبر په لمړۍ اوونۍ کې عدالت ته دوړاندې کيدو امر کړى دى.

سږکال داگست مياشت کې داسلام اباد حساسه سيمه(ريډ زون) کې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي دکارکوونکو اؤ پوليسو ترمينځ نښته کې ايس ايس پي عصمت الله جونيجو زخمي شوى ؤ.

دهغه دزخمي کيدو نه پس دتحريک انصاف دمشر عمران خان اؤ عوامي تحريک دمشر ډاکټر طاهرالقادري په ضد په عصمت الله جونيجو دتشدد کولو مقدمه داسلام اباد پوليسو لخوا درج شوې وه.

دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ددغو دواړو مشرانو دغوښتو بيا بيا نوټسونه ورکړي اؤ وروستو يې دهغوي دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ هم جاري کړى ؤ اؤ عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو نن عمران خان اؤ طاهرالقادري اشتهاري وگرځولى شول.

عدالت دراتلونکې اوريدنې په مهال دعمران خان اؤ طاهرالقادري دنيولو اؤ پيش کولو حکم هم جاري کړو.

مقدمه کې سرکاري وکيل سيد طيب داوريدنې په مهال دليلونه ورکړل چې دعدالت له لوري دملزمانو دنيولو دوارنټ جاري کيدو نه پس پوليسو هغوي ونۀ نيولى شول اؤ نۀ هم دغو کسانو خپل ځانونه پوليسو ته وړاندې کړل.

داوريدنې په مهال عدالت دمقدمې دت دپلټونکي افسر نه وپوښتل چې دغه کسان خو روزانه دپارليمنټ هاؤس مخې ته تقريرونه کوي نو بيا هغوي ولې دغلته ونۀ نيولى شول.

ددې په ځواب کې پلټونکي افسر ويل چې که چرې هلته ددغو ملزمانو دنيولو هڅه شوى وى نو دامن وامان دصورتحال دگډوډيدو انديښنه وه ځکه عمران خان اؤ طاهرالقادري دپارليمنټ هاؤس مخې ته ونۀ نيولى شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG