پاکستان وئيلي دي چې هند سره مذاکرات غواړي خو ددې لپاره به څه قسمه شرطونه نۀ شي منلى.
دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دنيوزبريفنگ په مهال وويل پاکستان دريځ لري چې مذاکرات کول په يو بل احسان نۀ دي بلکې دا دسيمې امن لپاره ضروري دي ترڅو جنوبي ايشياء کې داولس خيرښيگړې اؤ اقتصادي پرمختيا ته پام وگرځول شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل چې پاکستان دهند اؤ افغانستان ترمينځ دخپلې خاورې په ذريعه دتجارت مخنيوى نۀ غواړي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې له لوري دغه بيان وروستو له هغې مخې ته راغلى چې دهند ددفاع وزير ارون جيټلي پخپل يو اوسني بيان کې وئيلي وؤ پاکستان ته به فيصله کول وي چې هغوي ته هند سره خبرې کول غواړي که بيلتون خوښو کشميري مشرانو سره.
هند داگست په مياشت کې پاکستان سره وروستو له هغې دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات منسوخ کړي وؤ چې دپاکستان هائي کمشنر په ډيلي کې دکشميري بيلتون خوښو مشرانو سره ليدنه وکړه.
ټاکل شوې وه دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري به په ٢٥م اگست اسلام اباد کې خپل هندي سيال سوجاتها سره ددواړو ملکونو ترمينځ دمذاکراتي عمل مخ په وړاندې بوتللو، اړيکو کې دښه والي راوستو اؤ خپل مينځي مرستې غځولو په غرض يوه ليدنه کوي، خو هند دغه ليدنه منسوخ کړې وه.
له دې وړاندې ٢٠٠٨م کې ممبۍ کې دترهه گريزو حملو نه پس نوي ډيلي اسلام اباد سره دمذاکراتو لړۍ اودرولې وه.
ددواړو ملکونو ترمينځ تيره مياشت په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ دډزو پيښو کې دواړو خواؤ ته نزدې ٢٠ کسان وژل شوي وؤ.