لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني طالبانو ته دامن عمل کې دشامليدو بلنه ورکړې

اشرف غني طالبانو ته دغه بلنه په داسې حال کې ورکړې چې دافغانستان دصدر په توگه دسوگند اخستو نه پس هغه دامريکا اؤ کابل ترمينځ ديو امنيتي تړون( بي ايس اى) منظوري ورکړې وه چې له دې وروستو طالبانو دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې خپلو حملو کې تر ډيره حده اضافه راوستې.

دافغانستان نوي صدر اشرف غني دجمعې په ورځ طالبانو ته دامن عمل کې دورگډيدو بلنه ورکړې ده.

اشرف غني طالبانو ته دغه بلنه په داسې حال کې ورکړې چې دافغانستان دصدر په توگه دسوگند اخستو نه پس هغه دامريکا اؤ کابل ترمينځ ديو امنيتي تړون( بي ايس اى) منظوري ورکړې وه چې له دې وروستو طالبانو دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې خپلو حملو کې تر ډيره حده اضافه راوستې.

ددغه امنيتي تړون لاندې دسږکال په اخره کې افغانستان نه دزياترو بهرنو جنگي ځواکونو دوتلو نه پس هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو خلاف کارروائيو کې دمرستې لپاره خواؤشا لس زره امريکائي پوځيان افغانستان کې ايسار وي.

بيجنگ کې دافغانستان په امن اؤ بيا بحالۍ يو کانفرنس ته دوينا په مهال اشرف غني احمدزئ وويل چې امن زمونږ تر ټولو غټه ترجيح ده، مونږ سياسي مخالفينو اؤ په ځانگړې توگه طالبانو ته بلنه ورکوؤ چې افغان مذاکرات کې دې داخل اؤ شامل شي اؤ دخپلو ټولو نړيوالو شراکت دارانو نه غوښتنه کوؤ چې دافغانانو په مشرۍ دامن عمل ملاتړ وکړي

څيړونکي وائي چې دطالبانو لخوا پلازمينه کابل کې خودکش حملو، دسړک دغاړې بمي چاؤدنو اؤ راکټي حملو کې دزياتو کړل شوؤ حملو مقصد دهغوي له لوري دا تاثر ورکول دي چې دغني حکومت دپلازمينې تحفظ نۀ شي کولى.

په دغه موقع دچين وزيراعظم لي کيگيانگ وويل چې چين دافغانستان په توان دخپلو مسئلو دهواري باور لري، خو ددغه هيواد گاونډيانو ته هم پکار دي چې په داخلي چارو کې دمداخلت نه بغير(افغانستان کې) دپرامنه ماحول پيدا کولو کې مرسته وکړي .

هغه وويل چې نړيوالې ټولنې ته دافغانستان دخپلواکۍ، ازادۍ اؤ علاقا ئي سالميت درناوى پکار دى، په داخلي چارو کې ورته دخل اندازي نۀ ده پکار اؤ دسلامتۍ اؤ ثبات ترلاسه کولو کې ورته دافغانستان دهڅو ملاتړ پکار دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG