لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائيلي پوليسو مسجد اقصي پرانستو


 اسرائيلي پوليس وائي چې دښار په دغه برخه کې حالات دجمعې په ورځ ښه وؤ خو بيا هم حفاظتي ګامونه سخت کړل شوي دي.
اسرائيلي پوليس وائي چې دښار په دغه برخه کې حالات دجمعې په ورځ ښه وؤ خو بيا هم حفاظتي ګامونه سخت کړل شوي دي.

ختيز يروشلم کې دتشدد دپيښې نه پس بند کړل شوى يو مقدس ځايې اسرائيلي پوليسو دجمعې په ورځ بيا پرانستى اؤ دغلته موقعيت لرونکي مسجد اقصي ته د٥٠ؤ کلونو نه دزيات عمر خلکو ته دورتللو اجازت ورکړل شوى دى.

اسرائيلي پوليس وائي چې دښار په دغه برخه کې حالات دجمعې په ورځ ښه وؤ خو بيا هم حفاظتي ګامونه سخت کړل شوي دي.

پوليسو دزيارت په ورځ يو فلسطينى په دې شک په ګولۍ ويشتلى ؤ چې ګنې هغه دښي اړخ يو فعاله يهودي غړى په ډزو سره وژلى ؤ.

ددغه پيښې نه پس ښار کې صورتحال زيات تاؤژن شوي وؤ اؤ دمسلمانانو اؤ چارواکو ديهوديانو اؤ مسلمانانو لپاره مقدس مقام تړلى ؤ.

دفلسطين صدر محمود عباس مسجد اقصي پورې دمسلمانانو په تګ بنديز داسرائيل له لوري دجنګ داعلان برابر ګام ګرځولى ؤ.

مقامي خلک وائي چې د٢٠٠٠ء نه پس دا لمړۍ موقع ده چې مسجد اقصي دمسلمانانو، يهوديانو اؤ سيلګرو لپاره تړل شوى.

اسرائيلي پوليس دکومې نښتې په نظر کې نيولو سره اکثره مهال مسجد اقصي پورې دښځو اؤ پنځوسو کلونو نه دکم عمر سړو لپاره ورتګ محدودوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG