لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديونس خان دډبل اؤ څلورمې سنچرۍ نه پس دپاکستان سکور٥٠٠ؤ نه اوښتى


 يونس خان ددوؤ چوکو اؤ ١٤ؤ چوکو په مدد سره څو شيبې وړاندې په ٢٠٥ رنز ناټ اوټ ولاړ ؤ اؤ دپاکستان مجموعي سکور٥١٧ ؤ.
يونس خان ددوؤ چوکو اؤ ١٤ؤ چوکو په مدد سره څو شيبې وړاندې په ٢٠٥ رنز ناټ اوټ ولاړ ؤ اؤ دپاکستان مجموعي سکور٥١٧ ؤ.

دپاکستان وتلي لوبغاړي يونس خان داسټريليا خلاف دروان سيريز په دوهم ميچ کې نن په دوهمه ورځ يوه بله سنچري هم جوړه کړې اؤ دغه شان دپاکستان سکور دڅلورو وکټو په تاوان د٥٠٠ؤ نه اوښتى دى.

يونس خان ددوؤ چوکو اؤ ١٤ؤ چوکو په مدد سره څو شيبې وړاندې په ٢٠٥ رنز ناټ اوټ ولاړ ؤ اؤ دپاکستان مجموعي سکور٥١٧ ؤ.

ديونس خان ترڅنگ مصباح الحق اؤ اظهرعلي هم سنچريانې جوړې کړي، محمد حفيظ په ٤٥ اؤ احمد شهزاد په ٣٥ رنز اوټ شوي دي.

يونس خان ٨٠٠٠ رنز مکمل کړي چې دغه شان هغه دجاويد ميانداد اؤ انضمام الحق نه پس دريم پاکستانى بيټسمين دى چې ټيسټ ميچ کې يې دومره زيات سکور جوړکړل.

دابو ظهبۍ په شيخ زيد اسټيډيم کې دروان ميچ په دوهمه ورځ دپاکستان له لوري يونس خان اؤ اظهرعلي خان دخپل نامکمل اننگز اغاز ددوؤ وکټو په تاوان د٣٠٤ رنز نه وکړو خو اظهرعلي تر ډيره وخته په کريز ايسار نۀ شو اؤ د٣٣٢ په مجموعي سکور يې د١٠٩ؤ رنز جوړولو نه پس دمچل اسټارک په بال ډيوډ وارنر ته کيچ ورکړو، خو يونس خان خپله غوره بيټنگ جاري وساتلو اؤ دغه شان هغه په دې سيريز کې خپله څلورمه اؤ داسټريليا په ضد ډبل سنچري مکمله کړه.

يونس خان نۀ يواځې دا چې اتۀ زره رنز سکور کړي بلکې دخپل کرئير څلورمه ډبل سنچري يې هم مکمله کړه چې دغه ديو پاکستاني لوبغاړي له لوري داسټريليا خلاف ٢٠ کاله پس په اولني ځل سکور شوې ډبل سنچري وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG