دپاکستان پوځ دشورو په ورځ دعوه کړې چې دخيبرايجنسۍ سپين قمر علاقه کې دپاکولو دعملياتو په مهال ٢١ ترهه گر وژل شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) نه جاري شوي بيان کې ترهه گرو سره دډزو په تبادله کې د٨ؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى هم شوى دى.
ائي ايس پي ار وائي چې سپين قمر علاقه کې دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ شوې نښته کې گڼ شمير جنگيالي ژوبل شوي هم دي.
هم نن دشورو په ورځ پيښور کې پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي وؤ چې دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دپيل کړل شوؤ عملياتو له امله ځينې ترهه گر خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ اؤ هم په دې وجه دغلته دخيبرون په نوم پوځي عمليات پيل کړل شوي دي.
هغه دعوه کړې وه چې دخيبرون عملياتو په وجه پيښور اؤ خواؤشا سيمو کې ترهه گريزو کارروائيو کې تر ډيره حده کمى راغلى دى اؤ زياته کړې يې وه چې دخيبرايجنسۍ په دغو عملياتو کې تر دې مهاله ٤٠ تندلاري وژل شوي اؤ ١٠٠ شکمن ترهه گر نيول شوي هم دي
دپوځ وياند وئيلي وؤ چې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې به دغه پوځي عمليات يادو شوؤ سيمو نه دترهه گرو تر ختميدو پورې روان وي.