لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د٢٠١٣م دانتخاباتو کالعدم گرځولو درخواستونه رد کړي


 سپريم کورټ کې ددريوؤ بيلا بيلو کسانو له لوري جمع کړل شوؤ درخواستونو کې وئيل شوي چې دمئ ،٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې په لويه پيمانه دهاندلي شوې وه ځکه دې دغه انتخابات کالعدم وگرځول شي اؤ ملک کې دې بيا دسره دې دانتخاباتو حکم وکړل شي.
سپريم کورټ کې ددريوؤ بيلا بيلو کسانو له لوري جمع کړل شوؤ درخواستونو کې وئيل شوي چې دمئ ،٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې په لويه پيمانه دهاندلي شوې وه ځکه دې دغه انتخابات کالعدم وگرځول شي اؤ ملک کې دې بيا دسره دې دانتخاباتو حکم وکړل شي.

دپاکستان سترې محکمې دکال ٢٠١٣م دمئ مياشت کې دترسره شوؤ عامو انتخاباتو دکالعدم گرځولو په اړه جمع کړل شوي درخواستونه داوريدنې جوگه نۀ دي گرځولي اؤ رد کړي دي.

سترې محکمې د٢٠١٣م دعامو انتخاباتو دکالعدم گرځولو په اړه دغه درخواستونه په داسې حال کې رد کړي چې حکومت مخالفه ډله پاکستان تحريک انصاف دغو انتخاباتو کې په لويه کچه دهاندلۍ تور ونه لگوي اؤ ددغو انتخاباتو دازادانه تحقيقاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف دمستعفي کيدو غوښتنه کوي.

د تحريک انصاف مشر عمران خان دتيرو تقريباً دوه نيمو مياشتو راهسې پلازمينه اسلام اباد کې خپله دهرنا جاري ساتلې اؤ وائي دنواز شريف داستعفا ورکولو پورې به خپل احتجاج جاري ساتي.

سپريم کورټ کې ددريوؤ بيلا بيلو کسانو له لوري جمع کړل شوؤ درخواستونو کې وئيل شوي چې دمئ ،٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې په لويه پيمانه دهاندلي شوې وه ځکه دې دغه انتخابات کالعدم وگرځول شي اؤ ملک کې دې بيا دسره دې دانتخاباتو حکم وکړل شي.

دعامو انتخاباتو دناچله گرځولو لپاره چې کومو کسانو درخواستونه جمع کړي په هغوي کې دسترې محکمې پخوانى جج محمود اختر صديقي هم شامل ؤ.

خو دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ دغه درخواستونه داوريدو جوگه ونۀ گرځول اؤ وې وئيل چې دائين دارټيکل ٢٢٥م لاندې دانتخاباتو په حواله گيلې انتخاباتي ټربيونل کې چيلنج کيدى شي.

سترې محکمې وويل چې دائين سرلوړي باوري کول دسپريم کورټ اولنۍ ذمه واري ده اؤ ائين په يو صورت کې نظرانداز کيدى نۀ شي.

دقومي چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم ځانگړي مرستيال عرفان صديقي وائس اف امريکا ته وئيلي چې عدالت دقانوني نکتو په اساس دغه درخواستونه فيصله کړي خو دهغه په قول په ظاهره داسې کلک ثبوتونه مخې ته نۀ دي راغلي چې دهغې په بنياد د٢٠١٣م انتخابات په مکمل ډول کالعدم وگرځول شي.

بل لوري ته دتحريک انصاف غړي دخپلو استعفا گانو دپخلي لپاره دشورو په ورځ قومي اسمبلۍ کې داسپيکر اياز صادق دفتر ته رسيدلي خو هغوي ځانله ځانله اسپيکر ته دوړاندې کيدو نه انکار کړى اؤ په دې خبره يې زور راوړى چې هغوي ټول په يو ځايې پيش کيدل غواړي.

خو وروستو اسپيکر ته دوړاندې کيدو نه بغير دتحريک انصاف ټول غړي ددغه ځايې نه ستانۀ شوي دي.

دتحريک انصاف وائس چئيرمين شاه محمود قريشي تور لگولى دى چې حکومت په ذاتي توگه دهغوي غړو سره رابطه کړې اؤ درشوت په توگه يې ورته دوزارتونو وړاندې کولو وړانديز کړى دى.

خو حکومتي عهديدارانو دشاه محمود قريشي دغه دعوه په سختۍ سره رد کړې ده.

دتحريک انصاف دقومي اسمبلۍ د٣٤ؤ غړو نه يو جاويد هاشمي دوړاندې نه مستعفي شوى اؤ دپارټۍ نه بيل شوى اؤ دريوؤ نورو غړو دنۀ مستعفي کيدو پريکړه کړې اؤ دپي ټي ائي دغه غړي دپارليمان په غونډو کې هم گډون کوي.

دقومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وروستو دشورو په ماښام دپارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو کې وويل چې دتحريک انصاف ٢٥ غړي ( داستعفا گانو لپاره) ورغلي وؤ خو هغوي ځانله ،ځانله دپيش کيدو نه انکار کړى.

هغه وويل په رضاکارانه اؤ حقيقي توگه داستعفاگانو پخلى په يواځې والي کې کيدى شي اؤ په اجتماعي توگه نۀ اؤ هغه سره اوس يوه لاره پاتې کيږي چې اليکشن کميشن ته خط وليکي اؤ دغه هر څه دهغوي په علم کې راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG