لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزيرستان عملياتو کې ١١٠٠ ترهه گر وژل شوي،ميجر جنرل عاصم


 دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې ديو پريس کانفرنس په مهال جنرل عاصم سليم باجوه دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان گڼې برخې دترهه گرو نه پاکې کړل شوي دي چې پکې ميرانشاه اؤ دسپين وام سيمې هم شاملې دي اؤ ددې ترڅنگ ددته خيل نه ور په اخوا سيمه هم(ترهه گرو نه) پاکولى شي.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې ديو پريس کانفرنس په مهال جنرل عاصم سليم باجوه دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان گڼې برخې دترهه گرو نه پاکې کړل شوي دي چې پکې ميرانشاه اؤ دسپين وام سيمې هم شاملې دي اؤ ددې ترڅنگ ددته خيل نه ور په اخوا سيمه هم(ترهه گرو نه) پاکولى شي.

دپاکستان دپوځ وياند(ډي جي ائي ايس پي ار) ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد د" ضرب عضب" په نوم عمليات په کاميابۍ سره روان دي اؤ تر دې مهاله دغو عملياتو کې لږ ترلږه يوولس سوه ترهه گر وژل شوي دي.

قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه دپوځ لخوا په دومره لويه پيمانه دترهه گرو دوژلو ددغه دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

هغه تور ولگولو چې که هر څو شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پرته له کوم فرق څخه عمليات روان دي خو ددې باجود هم دگاونډي ملک افغانستان نه پکار مرسته ترلاسه نۀ شوه.

دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې ديو پريس کانفرنس په مهال جنرل عاصم سليم باجوه دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان گڼې برخې دترهه گرو نه پاکې کړل شوي دي چې پکې ميرانشاه اؤ دسپين وام سيمې هم شاملې دي اؤ ددې ترڅنگ ددته خيل نه ور په اخوا سيمه هم(ترهه گرو نه) پاکولى شي.

هغه وويل چې په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کولو نه دمخه افغان چارواکي اؤ افغانستان کې ميشته بين المللي ځواکونه هم په دې اړه خبر کړل شوي وؤ.

هغه تور ولگولو چې دشمالي وزيرستان دعملياتو پيل کيدو نه که هر څو افغانستان خبر کړل شوى ؤ خو دهغوي له اړخه مرسته په نظر نۀ راځي بلکې ستونزې دي اؤ زياته يې کړه چې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله اؤ دهغه ملگرو کيمپ لگولى اؤ ددغه ځايې نه دکارروايۍ خبرونه هم ترلاسه کيږي خو دهغوي دکارکردگۍ ختمولو، نيولو، وژلو يا پاکستان ته دسپارلو لپاره هيڅ هم نۀ دي شوي.

که هر څو پاکستاني چارواکي تور لگوي چې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله دافغانستان کونړ يا نورستان ولايت کې پټ دى خو افغان چارواکي دريځ لري چې دفضل الله په گډون کوم ترهه گر ته پناه ورکول دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

افغان اؤ امريکائي چارواکي تور لگوي چې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په مهال دپاکستان پوځ دپولې پورې غاړې په افغان اؤ امريکائي پوځيانو حملو کې دککړې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک جنگيالي نۀ په نخښه کوي بلکې هغوي ته يې خوندي لاره ورکړې ده.

خو دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه يوځل بيا دعوه وکړه چې شمالي وزيرستان کې دغه عمليات بغير دکوم فرق نه دټولو(ډلو سره دتعلق لرونکو) ترهه گرو په ضد کولى شي اؤ زياته يې دشمالي وزيرستان دعملياتو مکمليدو لپاره وخت نۀ شي ټاکل کيدى.

جنرل عاصم وويل شمالي وزيرستان کې دعملياتو په مهال ١٣٢ ټنه بارودي مواد لاسته راوړل شوي چې په ناکاره کولو کې به يې يو څه وخت لگيږي.

ډي جي ائي ايس پي ار وويل شمالي وزيرستان کې د" ضرب عضب" عملياتو پيل کيدو نه پس ځينې ترهه گر خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي دي اؤ هم دغه وجه ده چې په خيبرايجنسۍ کې هم د"خيبرون" په نوم عمليات پيل کړل شوي دي چې پکې تر دې مهاله ٤٨ تندلاري وژل شوي اؤ تقريباً ١٠٠ شکمن ترهه گر نيول شوي دي.

. هغه وويل چې خيبرايجنسۍ کې به پوځي عمليات تر يو څه وخته روان دي اؤ ددغو عملياتو مقصد سيمه دترهه گرو نه پاکول دي.

هغه وويل چې دخراب موسم په وجه نن په اکاخيل سيمه کې پوځي کارروائي ونۀ کړل شوه.

په دغه موقع پوځي وياند دافغانستان سمونه پاکستان کې دامنيت لپاره تر ټولو لويه خطره وگرځوله اؤ تور يې ولگولو چې دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان قيادت دپولې پورې غاړې افغانسان نه پاکستان کې کارروايۍ کوي.

هغه وويل چې دپاکستان خاوره به دترهه گرو لخوا استعماليدو ته ورنۀ کړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG