لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرودځالوختمولو لپاره داسلام اباداؤکابل ترمينځ مذاکراتو ته ضرورت دى،فيلډمين


 اسلام اباد کې دامريکا سفارت خانه کې دخبريالانو يوې ډلې سره دخبرو په مهال ځانگړي استازي افغانستان سره دپاکستان داړيکو په حواله وويل چې دافغان حکومت بدلون سره دسيمې دثبات لپاره يوه غوره موقع پيدا شوې ده.
اسلام اباد کې دامريکا سفارت خانه کې دخبريالانو يوې ډلې سره دخبرو په مهال ځانگړي استازي افغانستان سره دپاکستان داړيکو په حواله وويل چې دافغان حکومت بدلون سره دسيمې دثبات لپاره يوه غوره موقع پيدا شوې ده.

دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي ډينئل فيلډ مين وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان دپولې دواړو اړخونو ته دترهه گرو دخوندي ځالو ختمولو لپاره به داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ دوامداره مذاکراتو ته ضرورت وي.

اسلام اباد کې دامريکا سفارت خانه کې دخبريالانو يوې ډلې سره دخبرو په مهال ځانگړي استازي افغانستان سره دپاکستان داړيکو په حواله وويل چې دافغان حکومت بدلون سره دسيمې دثبات لپاره يوه غوره موقع پيدا شوې ده.

هغه دافغانستان په داخلي چارو کې دعدم مداخلت داصول دکلکې ژمنې په ضرورت زور راوړو.

که هر څو هغه اړيکو کې دتاؤتريخوالي لرې کولو لپاره دپاکستان اؤ افغانستان نه دلويو گامونو اخستو هيله ونۀ کړه خو وې وئيل چې په پوله دمرستې لپاره دطريقه کار جوړولو سره يو معتدل اغاز کيدى شي کوم چې وروستو دپرمختگ لپاره يوه ذريعه جوړيدى شي.

ډينئل فيلډ مين وويل چې دپاکستان اؤ افغانستان دپولې دواړو اړخونو ته دترهه گرو دخوندي ځالو ختمولو لپاره به داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ دسياسي ،پوځي اؤ استخباراتي ذريعو په گډون دټولو لارو دوامداره مذاکراتو ته اړتيا وي اؤ زياته يې کړه چې امريکا باور لري دواړو لورو ته دترهه گرو خوندي ځالې موجودې نۀ دي پاتې کيدل پکار.

ديوې پوښتنې په ځواب کې فيلډمين وويل د٢٠١٢م دمارچ په مياشت کې دجوړجاړي دتالا ترغه شوي کوشش نه پس امريکا افغان طالبانو سره دهاغه وخت راهسې کومه رابطه نۀ ده کړې" مونږ دمارچ ٢٠١٢م نه راپديخوا طالبانو سره کومه غونډه نۀ ده کړې" اؤ زياته يې کړه که چرې امريکا په کوم جوړجاړي کې مدد کولى شو نو دنوې افغان انتظاميې سره به يې کوي گنې بل صورت کې ديووالي حکومت خپل ميکانزم خپلولى شي.

پاکستان کې دداخلي سياسي صورتحال اؤ په پاک امريکا اړيکو ددې دممکنه اثراتو په حواله امريکائي استازي وويل دهغه ملک دټولو سټيک هولډرانو ترمينځ دمذاکراتو ملاتړ کوي خو(پاکستان کې به ) دائين نه دبالا هر گام مخالفت کوي.

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه چې ايا امريکا باوري ده چې دترهه گرو ټولې ډلې پرته له کوم فرق څخه په نخښه کولى شي نو ښاغلي فيلډمين دپاکستان دپوځ له لوري قبائيلي علاقه شمالي وزيرستان کې دټولو ترهه گرو دختمولو دژمنې ستائينه وکړه خو په دې اړه يې دشک څرگندونه وکړه چې ايا په اصل کې هم دغه شان کيږي هم که نه؟ اؤ زياته يې کړه چې دغسې دکيدو په حالت کې دي اؤ نور گامونه به اخستل وي.

هغه وويل چې واشنگټن سيمه کې دثبات ملاتړ کوي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې افغانستان کې به نوى حکومت پاکستان سره دمذاکراتو په ذريعه دامنيتي معاملو په گډون نورې ستونزې هوارې کړي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې امريکا په لا ئن اف کنټرول داوربند په خلاف ورزۍ انديښنه لري اؤ زياته يې کړه چې دکشمير په حواله دامريکا تگلاره بدله شوې نۀ ده.

هغه په کيري لوگر قانون سازۍ کې دپراختيا امکان رد کړو اؤ وې وئيل چې کيري لوگر دپينځوؤ کلونو لپاره وؤ اؤ پکې به نوره پراختيا نۀ شي کولى، ددغه قانون سازۍ لاندې واشنگټن دپينځوؤ کلونو په تيره موده کې پاکستان ته تقريباً پينځه بلينه ډالره سول امداد ورکړى.

په ٢٠٠٩م کې دکانگريس له لوري دامداد دشوې قانون سازۍ لاندې ټاکل شوې وه چې امريکا به دپينځوؤ کلونو په موده کې پاکستان ته اووۀ اعشاريه پينځه بلينه ډالره غيرپوځي امداد ورکوي، ترڅو دښو خدماتو ادا کولو کې دسول حکومت مدد وکړل شي.

امريکائي استازي وويل چې دهغه ملک پاکستان سره دتجارتي اؤ اقتصادي اړيکو دسيوا کولو هيله کوي اؤ زياته يې کړه چې هغوي په امداد دبنياد لرونکو اړيکو نه دداسې اړيکو لوري ته پرمخ ځي چې بنياد يې په تجارت اؤ سرمايه کارۍ ايښودل شوى وي.

امريکائي استازي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره هم ليدنه کړې ده، دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه سفير فيلډمين سره جنرل راحيل شريف دسيمې په مجموعي امنيتي صورتحال اؤ ځانگړې توگه دافغانستان په وضعه خبرې کړي.

بلخوا دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي ډينئيل فيلډمين سره اسلام اباد کې دخبرو په مهال وئيلي دي چې پاکستان به دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي عمل کې مرسته کوي.

سرتاج عزيز وويل چې پاکستان افغانستان سره دامن، سلامتۍ، تجارت ، اقتصادي اړيکو، بيا بحالۍ اؤ سيمه ييزې مرستې په گډون بيلا بيلو چارو کې بوخت دى.

دوزيراعظم صلاح کار امريکائي استازي ته باور ورکړو چې پاکستان يو پرامنه، باثباته اؤ خوشحاله افغانستان ليدو ته ليواله دى.

هغه په نړيواله ټولنه غږ وکړو چې دپاکستان اؤ انډيا دامن عمل دبيا شروع کولو اؤ ددواړو ملکونو ترمينځ دکشمير دستونزې په گډون دټولو معاملو هواري لپاره دې کردار ادا کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG