لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر اشرف غني دچين په څلور ورځنۍ دوره روان شوى


 اشرف غني سره دچين په دغه دوره کې دلوړې کچې يو افغان هيئت هم ملگرى دى اؤ هيله کيږي چې هغه به په دغه مهال دچين دصدر شي جنگ پنگ ، وزيراعظم اؤ نورو چيني مشرانو سره بيجنگ کې ليدنه وکړي.
اشرف غني سره دچين په دغه دوره کې دلوړې کچې يو افغان هيئت هم ملگرى دى اؤ هيله کيږي چې هغه به په دغه مهال دچين دصدر شي جنگ پنگ ، وزيراعظم اؤ نورو چيني مشرانو سره بيجنگ کې ليدنه وکړي.

دافغانستان صدر اشرف غني احمدزئ دلوړې کچې ديو هيئت سره دنهې په ورځ په څلور ورځنۍ دوره بيجنگ ته روان شوى دى.

اشرف غني احمدزئ تيره مياشت دافغانستان دصدر په توگه سوگند اخستى ؤ.

اشرف غني سره دچين په دغه دوره کې دلوړې کچې يو افغان هيئت هم ملگرى دى اؤ هيله کيږي چې هغه به په دغه مهال دچين دصدر شي جنگ پنگ ، وزيراعظم اؤ نورو چيني مشرانو سره بيجنگ کې ليدنه وکړي.

دافغان دصدارتي محل نه جاري شوي بيان ترمخه هيله کيږي ددغه دورې په مهال به احمدزئ ددوه اړخيزه مرستې په يو شمير تړونونو لاسليک هم وکړي اؤ ددې ترڅنگ به دافغان اؤ چيني سرمايه کارانو يو گډ کانفرنس ته وينا کوي.

افغان صدر سره دچين ددغه دورې په مهال دافغانستان دقومي سلامتۍ صلاح کار حنيف اتمر، مرستيال خارجه وزير احمد عثماني، اقتصادي صلاح کار حضرت عمر، دچيف ايگزيکټيو افسر صلاح کار محمد محقق اؤ نور گڼ شمير چارواکي ملگري دي.

دافغانستان دصدر جوړيدو نه سمدستي وروستو هغه امريکا سره په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک هم کړى چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه وروستو هم تقريباً ١٠ زره امريکائي پوځيان افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دترهه گرۍ ضد عملياتو کې دمرستې لپاره ايسار وي.

تجزيه کار وائي چې دافغانستان دصدر جوړيدو نه پس داشرف غني احمدزئ د لمړۍ بهرنۍ دورې لپاره دچين انتخاب په ډاگه کوي چې نوى افغان مشر بيجنگ سره نزدې اقتصادي اړيکو ته پام گرځوي.

څيړونکي دسږکال په اخره کې افغانستان نه دامريکا په مشرۍ دبهرنو جنگي ځواکونودوتلو نه پس دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره ددغه هيواد دخپلو ځواکونو په توان پوښتنې راولاړوي.

افغانستان کې اوس مهال تقريباً څلويښت زره بهرني پوځيان ميشته دي خو د٢٠٠١ء نه پس ددغو عسکرو شميره يو لک څلويښت زره وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG