لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ٥٠ رنز داسټريليا څلور لوبغاړي اوټ کړي


يونس خان دخپلې ٢٦مې سنچرۍ سره دانضمام الحق ريکارډ مات کړى اؤ هغه اوس دپاکستان له لوري تر ټولو دزياتو سنچرو اعزاز لرونکى لوبغاړى جوړ شوى.
يونس خان دخپلې ٢٦مې سنچرۍ سره دانضمام الحق ريکارډ مات کړى اؤ هغه اوس دپاکستان له لوري تر ټولو دزياتو سنچرو اعزاز لرونکى لوبغاړى جوړ شوى.

دوبۍ انټرنيشنل کرکټ اسټيډيم کې روان د اولني ټيسټ ميچ په څلورمه ورځ داحمد شهزاد اؤ يونس خان سنچريانو په نتيجه کې پاکستان اسټريليا ته دگټې لپاره د٤٣٨ رنز هدف ورکړى.

داسټريليا خلاف دوهم اننگز کې دپاکستان اسنپرانو ياسر شاه اؤ ذوالفقار بابر ددوؤ ، دوؤ لوبغاړو په اؤټ کولو سره پاکستان دگټې لارې ته سم کړى دى.

څو شيبې وړاندې د٥١ؤ په مجموعي سکور داسټريليا څلور لوبغاړي اوټ شوي وؤ ، چې دغه شان اسټريليا دميچ گټلو لپاره ٣٨٧ رنز ته ضرورت لري.

داسټريليا په اوټ شوؤ لوبغاړو کې ډولان،کلارک، وارنر اؤ ليون شامل دي.

پاکستان چې په څلورمه ورځ دخپل نامکمل اننگز اغاز وکړو نو احمد شهزاد په ٢٢ اؤ اظهرعلي په ١٦ رنز بيټنگ کولو، دپاکستان اولنى وکټ د٧١ په مجموعي سکور هاغه وخت پريوته کله چې اظهرعلي د٣٠ رنز جوړولو نه پس داوکيفي په بال کيچ اؤټ شو.

ددې نه پس احمد شهزاد اؤ يونس خان غوره بيټنگ وکړو اؤ دغه دواړه پاکستاني لوبغاړي داسټريلوي بالرانو مخې ته کلک اودريدل.

احمدشهزاد د٨ؤ چوکو اؤ دوؤ چکو په مدد سره خپله دوهمه دټيسټ سنچري مکمله کړه اؤ يونس خان هم ففټي اسکور کړه، دچائيو ددمې پورې احمد شهزاد په ١٢٨ؤ اؤ يونس خان په ٦٧ رنز بيټنگ کولو چې پاکستان داسټريليا خلاف دوهم اننگز کې ديو وکټ په نقصان ٢٣١ رنز جوړ کړل اؤ د٣٨٢ رنز برتري يې ترلاسه کړه.

احمد شهزاد ١٣١ رنز رنز اؤټ شوى چې پکې دهغه له لوري څلور چوکې اؤ لس چوکې هم شاملې دي.

همدغه شان يونس خان ددوؤ چوکو اؤ شپږو چوکو په مدد سره ١٠٣ رنز جوړ کړي اؤ ناټ اوټ پاتې شوى اؤ دهغه ترڅنگ سرفراز احمد هم په پنځلس رنز ناټ اؤټ پاتې شوى.

ددې ميچ تر ټولو خاص خبره دا ده چې پکې يونس خان په ٧٨م اوور کې په لمړي ټيسټ ميچ کې خپله دوهمه سنچري مکمل کړې، يونس خان دخپلې ٢٦مې سنچرۍ سره دانضمام الحق ريکارډ مات کړى اؤ هغه اوس دپاکستان له لوري تر ټولو دزياتو سنچرو اعزاز لرونکى لوبغاړى جوړ شوى.

پاکستان دميچ په څلورمه ورځ خپل اننگز په داسې حال کې ډکلئير کړى چې په نن ورځ کې لا ٢٥ اوورونه پاتې وؤ.

ددغه ټيسټ ميچ گټلو لپاره به پاکستان ته غوره بالنگ کول وي اؤ اسټريليا ته به سړه سينه لوبيدل وي ځکه چې هغوي دميچ ډرا کولو لپاره دميچ پينځمه ورځ هم لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG