لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران کې ريحانه جباري ته دمرگ سزا ورکړل شوه


 ريحانه جباري دريځ لرلو چې هغې يو تن په دې وجه وژلى چې دهغې دجنسي اتحصال هڅه يې کوله.
ريحانه جباري دريځ لرلو چې هغې يو تن په دې وجه وژلى چې دهغې دجنسي اتحصال هڅه يې کوله.

راپورونه وائي ايران کې ٢٦ کلنې ښځې ريحانه جباري ته دقتل په جرم کې دمرگ سزا ورکړل شوې ده.

ريحانه جباري دريځ لرلو چې هغې يو تن په دې وجه وژلى چې دهغې دجنسي اتحصال هڅه يې کوله.

په نړيواله کچه داپيلونو باوجود دهغې دمرگ په سزا عمل درامد شوى دى.

ريحانه دايران انټلي جنس ادارې ديو پخواني اهلکار متضي عبدل علي سبندي دقتل په تور کې کال ٢٠٠٧م کې نيولې وه.

دايران دسرکاري ادارې ترمخه دخالي په سحر دريحانه جباري دمرگ په سزا عمل درامد وکړل شو.

دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل ٢٠٠٩م کې دتهران ديو عدالت له لوري ريحانه ته دمرگ دسزا په اورولو وئيلي وؤ چې دمقدمې په مهال ناقصه پلټنې شوې وې.

دسماجي رابطو په ويب سائټونو فيس بک اؤ ټوئټر اوس اوس دريحانه جباري دمرگ په سزا دعمل درامد اودرولو لاپره يو مهم هم چلول شوى ؤ چې دهغې نه پس دريحانه دمرگ په سزا عمل درامد په عارضي توگه اودرول شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG