لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان پخپلو پلويانو په ٣٠م نومبر اسلام اباد ته دورتللو غږ وکړو


گجرات کې يوې اولسي جلسې ته دوينا په مهال عمران خان تور ولگولو چې نواز شريف به لا استعفا نۀ ورکوي ځکه چې هغه دلويو لويو ټيکو پريکړه کړې ده.
گجرات کې يوې اولسي جلسې ته دوينا په مهال عمران خان تور ولگولو چې نواز شريف به لا استعفا نۀ ورکوي ځکه چې هغه دلويو لويو ټيکو پريکړه کړې ده.

دحکومت مخالفه سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په ٣٠م نومبر ټول پاکستان نه خپلو پلويانو ته اسلام اباد ته په دهرنا کې دشامليدو لپاره دورتللو غږ کړى دى.

گجرات کې يوې اولسي جلسې ته دوينا په مهال عمران خان تور ولگولو چې نواز شريف به لا استعفا نۀ ورکوي ځکه چې هغه دلويو لويو ټيکو پريکړه کړې ده.

هغه دا تور هم ولگولو چې نواز شريف به ميټرو بس اؤ دبجلۍ دپيدا کولو منصوبو کې کميشن خوري.

عمران خان وويل چې نواز شريف هند کې دخپل کاروبار په وجه نريندر مودي ته دپاکستان مخالفه بيانونو ځواب نۀ ورکوي.

هغه وويل چې په مولانا فضل الرحمان شوې خودکش حمله ورته افسوس شوى خو هغه چې دپي ټي ائي دښځو لپاره کومه ژبه استعمال کړه په دې ورته سخت افسوس وشو ځکه چې دپاکستان نيمه ابادي دښځو ده.

دجمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان کوئټه کې تيره ورځ يوې جلسې ته دوينا په مهال تور لگولى ؤ چې دنوي پاکستان په نوم دملک تهذيب تباه کولى شي.

عمران خان وويل چې ددهرنې لپاره دطاهرالقادري اؤ دهغه مقصدونه بيل، بيل وؤ اؤ زياته يې کړه چې قادري دلاهور دماډل ټاړن په پيښه دهرنا کړې اؤ هغه ددهرنې فيصله يو کال وړاندې کړې وه.

عمران خان يوځل بيا وويل چې خپله روانه دهرنا به نۀ ختموي اؤ دنواز شريف نه به استعفا اخلي نو هله به ستنيږي.

دپي ټي ائي مشر وويل که دتحريک انصاف کوم غړى اسمبلۍ ته لاړى نو دهغه بنيادي غړيتوب به ختمولى شي.

دخپلو غړو داستعفا گانو په نۀ منظورولو دوزيراعظم مخاطب کولو سره عمران خان وويل چې نواز شريفه دا جعلي پارليمنټ دى، ترڅوک يې چې استعفا نۀ منې؟

دپي ټي ائي مشر يوځل بيا تور ولگولو چې د٢٠١٣م په انتخاباتو کې دتاريخ تر ټولو لويه دهاندلي شوې.

هغه وويل وزيراعظم گڼل چې گنې دهرنا به ختمه شي اؤ زياته يې کړه چې د٧٢ؤ ورځو ددهرنې نه ثابته شوه چې دا کوم دلندن پلان نۀ ؤ، هغه وويل که خلک ستړي شي اؤ لاړ شي نو بيا به هم نۀ ستنيږي اؤ په يواځې ځان به په يو تمبو کې اووسيږي خو(دنواز شريف نه به ) استعفا دځان سره وړي.

دپيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري ته په ځواب ورکولو سره عمران خان وويل چې دتحريک انصاف جلسو لپاره پيسې اولس ورکوي.

دتيرو تقريباً دوه نيمو مياشتو راهسې اسلام اباد کې دپاکستان تحريک انصاف له لوري پاکستاني وزيراعظم نواز شريف نه داستعفا اخستو په غرض دهرنا روانه ده، دغه گوند تور لگوي چې د٢٠١٣م انتخاباتو کې نواز شريف دهاغه وخت داليکشن کميشن اؤ چيف جسټس سره په شريکه په دهاندلۍ کولو سره اقتدار ته رسيدلى ځکه دانتخاباتو دازادانه تحقيقاتو لپاره دې نواز شريف مستعفي شي.

خو وزيراعظم نواز شريف دريځ لري چې د٢٠١٣م انتخابات ازادانه اؤ بې پلوه وؤ اؤ هغه د١٨ کروړه اولس منتخب وزيراعظم دى ځکه دڅو زرو کسانو په غوښتنه به استعفا ورنۀ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG