لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک کې دايبولا د لمړي مريض پخلى شوى


دزيارت په ورځ دنيويارک ميئر بل ډي بلاسيو يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت ډاکټر کې دايبولا وائرس دپخلي کولو په مهال وويل چې دخطرې هيڅ خبره نشته
دزيارت په ورځ دنيويارک ميئر بل ډي بلاسيو يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت ډاکټر کې دايبولا وائرس دپخلي کولو په مهال وويل چې دخطرې هيڅ خبره نشته

لويديز افريقائي ملک گني کې دايبولا نه داغيزمنو شوؤ کسانو دڅارنې کولو نه پس اوس اوس امريکا ته په ستون شوي يو ډاکټر کې دايبولا وائرس پخلى شوى دى.

اغيزمن شوى ډاکټر کريگ سپينسر دامدادي تنظيم ميډيسنز سانز فرنټئيرز( ايم ايس ايف) لپاره کار کوي اؤ دهغه طبيعت دزيارت په ورځ خراب شوى ؤ، دامريکا لويې ښار نيويارک کې دايبولا دغه اولنى کيس دى.

دزيارت په ورځ دنيويارک ميئر بل ډي بلاسيو يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت ډاکټر کې دايبولا وائرس دپخلي کولو په مهال وويل چې دخطرې هيڅ خبره نشته اؤ اغيزمن شوى ډاکټر دنورو ناروغانو نه يو بيل کړل شوى اؤ څارنه يې کيږي.

د بيلى ويو هسپتال دعهديدارانو ترمخه دډاکټر کريگ سپينسر ابتدائي تجزيه کې دايبولا وائرس پخلى شوى اؤ دنور پخلي لپاره به يې دصحي ناروغو دمخنيوي امريکائي مرکز جاج اخلي.

دروغتيا دمحکمې چارواکي اوس نيويارک کې دايبولا نه داغيزمن شوي ډاکټر سره په رابطه کې دپاتې شوؤ کسانو په لټه کې دي ، ترڅو معلومه کړل شي چې بل څوک خو دډاکټر سپينسر په وجه دغه ناروغتيا کې نۀ دي اخته شوي.

ډاکټر کريگ سپينسر امريکا کې ددغو وائرسو نه اغيزمن شوى څلورم تن دى.

امريکا کې دايبولا دلمړي مريض تعلق دټيکساس دډيلس ښار سره ؤ اؤ په ٨م اکتوبر مړ شوى ؤ.

همدغه شان ددغه تن علاج کوونکو دوؤ نرسانو کې هم دايبولا وائرسو پخلى شوى اؤ ددغو دواړو علاج روان دى.

هم دزيارت په ورځ لويديز افريقائي ملک مالي کې هم دايبولا اولنى کيس رپورټ شوى، چارواکي وائي چې دوه کلنه اغيزمنه شوې ماشومه دگاونډي ملک گني نه دمالي هسپتال ته وروستول شوې.

دايبولا په وجه تر دې مهاله دليويدېز افريقې درې ملکونه لا ئيبيريا، گني اؤ سيراليون تر ټولو زيات اغيزمن شوي اؤ تر دې مهاله چې دايبولا په وجه کوم ٤٩٠٠ کسان مړۀ شوي په هغوي کې هم دزياتو تعلق ددغو ملکونو سره دى.

په مړو شوؤ کې دامريکا اؤ اسپين وگړي هم شامل دي، ددغو وائرسو نو نه داغيزمنو شوؤ کسانو شمير تقريباً لس زره ښودلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG