لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طاهرالقادري اسلام اباد کې ددهرنې ختمولو اعلان کړى


 دنهې په شپه اسلام اباد کې طاهرالقادري خپلو مايوسو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل چې "" مونږ اسلام اباد ته دانقلاب په راتلونکي پړاؤ کې به دهغه گوند دملک مختلفو ښارونو کې دهرنې ورکوي.
دنهې په شپه اسلام اباد کې طاهرالقادري خپلو مايوسو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل چې "" مونږ اسلام اباد ته دانقلاب په راتلونکي پړاؤ کې به دهغه گوند دملک مختلفو ښارونو کې دهرنې ورکوي.

دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري دپاکستان پلازمينې اسلام اباد کې دتيرو دوؤ مياشتو راهسې دنواز شريف دحکومت خلاف دروانې خپلې دهرنې ختمولو اعلان کړى خو دبلې سياسي ډلې مشر عمران خان وائي هغه به دنواز شريف تر استعفا پورې احتجاج جاري ساتي.

دنهې په شپه اسلام اباد کې طاهرالقادري خپلو مايوسو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل چې "" مونږ اسلام اباد ته دانقلاب په راتلونکي پړاؤ کې به دهغه گوند دملک مختلفو ښارونو کې دهرنې ورکوي.

هغه دعوه وکړه چې داسلام اباد دهرنې خپل مقصدونه ترلاسه کړي دي اؤ ددغه احتجاج په نتيجه کې دهغه په قول اولس ويښ شوى اؤ دهغوي په سوچ کې بدلون راغلى دى.

هغه ددوؤ مياشتو نه تر زياته وخت په دهرنا کې موجودو خپلو پلويانو ته وويل چې دخپلو سامانونو سره دې کورونو ته ستانۀ شي.

دطاهرالقادري ددغه خطاب نه پس جذباتي منظرونه هاغه وخت وليدل شول کله چې په دهرنا کې موجودو دهغه کارکوونکي دژړا په حالت کې يو بل ته ورترغاړه وتل ، خپل سامانونه راټولول يې شروع کړل اؤ کورونو ته دستنيدو په تيارۍ کې بوخت شول.

قادري وويل هغه به دخپل انقلاب په راتلونکي پړاؤ کې دملک مختلفو ښارونو کې ددوؤ،دوؤ ورځو دهرنې ورکوي اؤ خلکو ته به دخپلو هلو ځلو په ملاتړ کې دکورونو نه دراوتلو غوښتنه کوي.

دپي اى ټي مشر وويل چې دهغوي دانقلاب سفر لا ختم شوى نۀ دى بلکې په ملک کې به دبدلون تر راتللو پورې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

هغه دملک لويو ښارونو کې ددوه ورځنو دهرنو دنيټو اعلان هم وکړو چې پيل به يې په ٢٣م اکتوبر ايبټ اباد نه کيږي.

قادري وويل چې دمحرم الحرام په درناوي کې خپل احتجاجي تحريک ځنډوي اؤ دمحرم په پايې کې به په ٢٣م نومبر بهکر کې يوځل بيا دتحريک اغاز کوي.

هغه وويل چې په ٥م دسمبر به سرگودها، په ١٤م دسمبر به سيالکوټ اؤ په ٢٥م دسمبر به کراچۍ کې دهرنې کولى شي.

په عين حال کې دعوامي تحريک ددهرنې سره نزدې موجود دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان اعلان وکړو چې هغه به دخپلو غوښتنو تر پوره کيدو پورې اسلام اباد کې دهرنا جاري ساتي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل چې دوزيراعظم نواز شريف تر مستعفي کيدو اؤ د٢٠١٣م دانتخاباتو دازادانه تحقيقاتو کيدو پورې به هغه خپل کنټينر نۀ پريږدي.

طاهرالقادري اؤ عمران خان په ١٤م مارچ دپاکستان دازادۍ په ورځ دلاهور نه داسلام اباد په لوري دلويو مارچونو په شکل کې روان شوي وؤ اؤ دغلته يې دتيرو دوؤ مياشتو نه تر زياته وخته دنواز شريف دحکومت خلاف احتجاج جاري ساتلى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG