لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : تازه کارروايۍ کې ١٠ جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي چې دجمعې په ورځ ترسره شوې دغه کارروايۍ کې دلسو شکمنو ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ ٨ کسان نيول شوي هم دي.
سرچينې وائي چې دجمعې په ورځ ترسره شوې دغه کارروايۍ کې دلسو شکمنو ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ ٨ کسان نيول شوي هم دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دپټو ترهه گرو خلاف پاکستاني پوځيانو د"خيبرون" په نوم پيل کړل شوؤ عملياتو کې دجمعې په ورځ نور ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي چې دجمعې په ورځ ترسره شوې دغه کارروايۍ کې دلسو شکمنو ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ ٨ کسان نيول شوي هم دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده چې دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې پټ شوي تندلاري دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور اؤ دملک نورو برخو کې دشوؤ حملو منصوبه بندۍ کې ککړ دي.

سرچينې وائي چې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا دلرې پرتې سيمې تيراه په اکاخيل علاقه کې ددواړو خواؤ ترمينځ نښته روانه ده اؤ دجمعې په ورځ امنيتي ځواکونو نور ١٠ ترهه گر وژلي دي.

امنيتي ځواکونو په يو شمير مورچو قبضه کړې اؤ دنورو مهمو سيمو لوري ته پرمختگ کوي.

داطلاعاتو ترمخه باړې نه گڼو کورنو خوندي سيمو ته کډې کړي اؤ کومه سيمه کې چې دغه کارروائي کيږي هلته دميډيا درسد دمحدودتيا په وجه په ازادانه ډول دغه کارروايۍ کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دپاکستان فضائي ځواکونه پرله پسې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کوي اؤ دزيارت په ورځ هم په فضائي حملو کې ٢١ تندلاري وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG