لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددولت اسلاميه خلاف جگړه "روايتي پوځي مهم" نۀ دى،صدراوباما


 واشنگټن سره نزدې په امريکائي فضائي اډه کې د٢٠ؤ نه د زياتو غيرملکي پوځونو مشرانو غونډه کې دتندلارو په ضد په جگړه غور وشو.
واشنگټن سره نزدې په امريکائي فضائي اډه کې د٢٠ؤ نه د زياتو غيرملکي پوځونو مشرانو غونډه کې دتندلارو په ضد په جگړه غور وشو.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي دکوباني سيمې په اړه سخت انديښمن دي، ددغه مهمې سيمې دتندروه ډلې دولت اسلاميه لاسونو ته دپريوتو دمخې نيولو لپاره کردي جنگيالي په جگړه بوخت دي.

واشنگټن سره نزدې په امريکائي فضائي اډه کې د٢٠ؤ نه د زياتو غيرملکي پوځونو مشرانو غونډه کې دتندلارو په ضد په جگړه غور وشو.

غونډه کې صدر براک اوباما وويل دکوباني صورتحال شام اؤ عراق ته ددولت اسلاميه څخه دڅيلمه خطرې عکاسي کوي.

امريکائي صدر وويل دولت اسلاميه ته ماتې ورکول يواځې يوه پوځي کارروائي نۀ ده بلکې دغه جگړه دتندلاريتوب خلاف هم ده.

غونډه کې دمينځني ختيز، اروپا اؤ اسټريليا په گډون دگڼو ملکونو پوځي مشرانو گډون کړى.

صدر اوباما خبريالانو ته وويل چې دتندلارو دتباه کولو هڅو لپاره ائتلاف کې ٦٠ ملکونه شامل دي خو دهغه په قول دغه يواځې يو ساده شان پوځي مهم نۀ دى.

صدر اوباما وويل چې ددولت اسلاميه په ضد به ائتلافي فضائي حملې دوامداره وي اؤ پکې به شاتگ اؤ پرمختگ دواړه شامل وي.

اوباما وويل هغوي دتندلاريتوب دهاغه نظريې خلاف هم جنگيږي چې دسيمې په مختلفو برخو کې يې خپلې جرړې کړي دي.

هغه وويل فرقه وارتي، سياسي ويش اؤ اقتصادي محرومي هاغه وجوهات دي چې ددولت اسلاميه ملگرتيا کوونکو ته يې جواز برابر کړى.

دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو دترکي دپولې سره نزدې دشام په کوباني علاقه دقبضې دکوشش کوونکو دولت اسلاميه دجنگيالو خلاف فضائي حملې تُندې کړي دي اؤ دتيرو دوؤ ورځو په مهال يې ٢١ فضائي حملې کړي چې ورسره ددولت اسلاميه پرمختگ رو شوى دى.

امريکائي صدر وويل چې ددولت اسلاميه خلاف به کارروايۍ تر اوږدې مودې پورې وي.

صدر اوباما وويل چې ددولت اسلاميه خلاف دغه داسې کارروائي ده چې پکې به نړيوال قامونه شامل وي اؤ زياته يې کړه چې دې کې به کاميابۍ اؤ ناکامۍ وي.

هغه وويل چې ائتلافي ملکونه کوباني کې په پيدا شوي صورتحال انديښنه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG