لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دطالبانو حمله کې شپږ پوليس وژل شوي


 دوالي وياند دين محمد درويش هم ددغه پيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې پوليسو تر وروستۍ گولۍ پورې مقابله وکړه خو په اخره کې پرې طالبان غالب شول.
دوالي وياند دين محمد درويش هم ددغه پيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې پوليسو تر وروستۍ گولۍ پورې مقابله وکړه خو په اخره کې پرې طالبان غالب شول.

چارواکي وائي دنهې په ورځ دافغانستان په لوگر ولايت کې دطالب جنگيالو په يوه حمله کې لږ ترلږه شپږ افغان پوليس عسکر وژل شوي دي.

اولسوال محمد رحيم امين ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې " دطالباو يوې ډلې سحر مهال په برکي برک اولسوالۍ کې دپوليسو په يو مقامي پوسته حمله وکړه اؤ شپږ پوليس يې ووژل"

دوالي وياند دين محمد درويش هم ددغه پيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې پوليسو تر وروستۍ گولۍ پورې مقابله وکړه خو په اخره کې پرې طالبان غالب شول.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

دافغانستان دکورنو چارو وزير عمر داؤدزئ دنهې په ورځ دسلامتۍ دکمانډرانو يوې غونډې ته وئيلي چې دمناسبو وسلو کموت دپوليسو په لاره کې خنډ جوړيږي چې له امله يې هغوي ته درنه مرگ ژوبله اوړي.

هغه وويل چې " پوليس مناسبې وسلې نۀ لري ، دښمن دپوليسو په پوستو په درنو ټوپکو سره حمله کوي اؤ پوليس په AK47 سره خپله دفاع کوي"

ټاکل شوې ده دسږکال دتر اخره به افغانستان نه ټول بهرني جنگي پوځيان اوځي اؤ څيړونکي پوښتنې راولاړوي چې ايا د٢٠١٤م نه پس به دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونو دملاتړ نه بغير دتندلارو دمقابلې توان ولري؟

په داسې حال کې چې بهرنو ځواکونو زياتره جنگي ذمه وارۍ افغان ځواکونو ته سپارلي دتيرو دوؤ کلونو راهسې دافغانستان په بيلا بيلو برخوکې دطالبانو حملو اؤ اولسي وگړو اؤ پوليسو ته مرگ ژوبلې اوښتو کې زياتوالى راغلى.

دافغانستان نوي صدر اشرف غني دامريکا اؤ واشنگټن ترمينځ دهاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون( بي ايس اى) دلاسليک کولو اجازه ورکړې چې ترمخه به يې افغانستان کې د٢٠١٤م نه پس هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دترهه گرۍ ضد عملياتو کې دمرستې لپاره نزدې ١٠ زره امريکائي پوځيان ايسار وي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG