لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اوس ملاله د خپل پټکي گل گڼي


په سوشل ميډيا دملالې مخالفو قوتونو خو تر دې حده دخلکو دبې لارې کولو هڅې وکړې چې په ملاله هډو حمله نۀ ده شوې اؤ دا بل څوک ده چې په بريد کې ژوبل شوې ده
په سوشل ميډيا دملالې مخالفو قوتونو خو تر دې حده دخلکو دبې لارې کولو هڅې وکړې چې په ملاله هډو حمله نۀ ده شوې اؤ دا بل څوک ده چې په بريد کې ژوبل شوې ده

ملاله يوسفزئ په نړۍ کې هاغه لمړۍ کمه عمره پښتنه پيغله ده چې دجينکو د تعليم دپاره په موثره انداز د مبارزې کولو له امله يې د نوبل نړيواله جائزه گټلې ده.

چرته کۀ په ټوله نړۍ کې کم عمره پښتنې ميرمنې ملالې ته د نوبل په جائزه گټلو د خوشحالۍ څرگندونې روانې دي نو هلته په پاکستان کې هم په لمړي ځل لويو اؤ وړو ورځپاڼو اؤ د ټي وي چينلو د ملالې دغه اعزاز دپاکستان درناوى گڼلى او په خپلو خپرونو کې يې ملالې ته خاص ځايې ورکړى دى.

د خالي په ورځ دپاکستان د گڼ شمير ورځپانو په لمړو پاڼو د ملاله يوسفزئ لويې لويې عکسونه چاپ شوي اؤ ليکل شوي چې د ملالې دغه اعزاز په اصل کې د پاکستان دپاره اعزاز دى .

په ټي وي چينلو هم د ملاله يوسفزئ مبازره ستائيل کيږي اؤ هغې ته پيرزوئنې وړاندې کيږي.

په سوشل ميډيا خو بيا خبره ډيره توده .

په ملاله چې کله اکتوبر 2012ء کې په سوات کې طالبانو وژونکى بريد وکړو اؤ په دغه بريد کې هغه په سر په گولۍ د لگيدو وروستو علاج دپاره برطانيې ته يوړل شوه نو په سوشل ميډيا يو شمير ناقدينو په ملاله يوسفزئ نيوکې شروع کړې چې داد امريکا اؤ برطانيه ايجنټه ده اؤ هغوئ ترې خپل مقاصد اخستل غواړي.

په سوشل ميډيا دملالې مخالفو قوتونو خو تر دې حده دخلکو دبې لارې کولو هڅې وکړې چې په ملاله هډو حمله نۀ ده شوې اؤ دا بل څوک ده چې په بريد کې ژوبل شوې ده.

دغه نيوکې د ملاله يوسفزئ اؤ دهغې دپلار ضياء الدين يوسفزئ تر غوږونو هم رسيدلي خو ملاله يوسفزئ د وائس اف امريکه ډيوه راډيو اؤ گڼو نورو خبري رسنو سره په خپلو مرکو کې وئيلي چې ددغو خلکو دتنقيدونو هيڅ پرواه نۀ کوي بلکې هڅه يې داده چې چاپرې حمله کړې اؤ اوس پرې څوک تنقيدونه کوي بايد دهغوئ د اولادونو دپاره هم ښۀ تعليم ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.

خو دجمعې دورځې راهسې چې کله نه ملاله يوسفزئ ته دنوبل جائزې ورکولو اعلان شوى دملالې دناقدينو په شميره کې هم په سوشل ميډيا واضحه کموت ليدل شوى.

په فيس بک اؤ ټوئټر خو ملالې دپاره دنوبل جائزې اعلانيدو وروستو زياترو علم دوسته اؤ امن خوښو خلکو خپل پروفائل عکسونو کې دملاله يوسفزئ عکسونه لګولي.

په زرګاؤ خلکو دملالې مبارزه ستائيلې اؤ ليکلي يې دي دا په اصل کې د يو سوچ ګټه ده، دهاغه سوچ چې تيارو په ضد اؤ درڼاګانو پلوي دى.

په پاکستان کې ددغه هيواد دصدر،وزيراعظم اؤ پوځ دسرلښکر څخه رانيولې ټولو چارواکو ملالې يوسفزئ ته په دغه اعزاز ترلاسه کولو مبارکي ورکړې اؤ دملاله يې دخپل هيواد يوه لويه دعزت شمله ګرځولې ده.

دملالې لخوا دنوبل جائزې ګټلو په خوشحالۍ کې دجمعې په ماذيګر په پيښور کې دمدني ټولنو لخوا دخوشحالۍ يو بيړنى پروګرام هم په پريس کلب کې راجوړ شوى ؤ چې پکې دډول مخې ته مدني ټولنې سره تعلق لرونکو خلکو دخوشحالۍ ګډاګانې وکړې.

په دغه مهال دملاله يوسفزئ يو شمير مينه والو په لاسونو کې کتبې نيولې وې چې پرې ليکل شوي وؤملالې مونږ په تا وياړ کوؤ

دپښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر ميا افتخار حسين په دغه موقع جوړې شوې دخوشحالۍ دستورې ته خپله وينا کې وويل نن دهاغه سوچ دشکست ورځ ده چې غواړي دټوپک په زور دخلکو نه دعلم اؤ شعور رڼاګانې وتروړي اؤ هاغه سوچ په ټوله نړۍ کې بريالى شوى چې غواړي دقلم له لارې تت ذهنونه روښانه کړي

هغه وويل ملاله دټولو پښتنو دسر شمله ده اؤ بايد نوره نړۍ په دې پوهه شي چې پښتانۀ دملالې غوندې پوهه بچي لري ،دعلم اؤ شعور طرفدار دي، دجنګونو اؤ ترهه ګرۍ څخه کرکه کوي

خو نوميالى پښتون صحافي عقيل يوسفزئ بيا دميا افتخار حسين په دغو خبرو حيران دى.

وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې عقيل يوسفزئ وويل داخبره خو په ريکارډ ده چې ملالې ته کله دطالبانو لخوا ګواښونه کيدل ، په هاغه مهال صوبه کې دعوامي نيشنل پارټۍ حکومت ؤ اؤ ميا افتخار حسين په دغه حکومت کې دصوبې داطلاعاتو وزير ؤ، دوي دملالې دژوند ژغورلو دپاره دخپل حکومت په مهال څه کړي؟

عقيل يوسفزئ وويل کله چې ملاله يوسفزئ دطالبانو بريد کې پسر په ګولۍ وويشتل شوه نو هم دې ميا افتخار حسين خبريالانو ته وويل چې صوبائي حکومت ملالې دپاره دايمبولينس برابرولو په هڅه کې دى.

دهغه په وينا که داى اين پي حکومت دسوات دغرونو نه ملاله په ايمبولينس کې پيښور ته دعلاج دپاره رااړوله نو شايد چې هغې به په لاره ساه ورکړى وى، خو ښه دا وه چې دهاغه وخت وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ملالې دپاره ځانګړى هيلي کاپټر سوات ته وليږلو.

هغه وويل دا کريډټ نۀ خو داى اين پي دهاغه وخت حکومت ته ځي اؤ نۀ دپيپلز پارټۍ مرکزي حکومت ته چې ګنې دملالې ژوند يې ژغورلى ؤ،بلکې نړيوالې ميډيا اؤ نړيوالو ادارو ته دا کريډټ ورکول پکار دي چې دپاکستان اودۀ حکومت يې دخوبه راپورته کړى ؤ.

دعقيل يوسفزئ ددغه نيوکو په تناظر کې چې کله دميا افتخار حسين ددريځ معلومولو دپاره وائس اف امريکا ډيوه ريډيو دهغه سره دټيليفوني تماس هڅه وکړه نو ميا صيب دخپل عادت مطابق دټيليفون پورته کولو زحمت ونۀ ويستو.

دنوبل جائزې ګټلو وروستو چې په کوم پاکستان کې کوم حکمرانان ملاله دخپل هيواد شمله ګرځوي په هغې کې دا واقعه هم پخپل لړمون کې بلها سوالونه لري چې دروان کال په پايې کې کله دملاله يوسفزئ دکتاب ائي ايم ملاله دمخکتنې دستوره دپيښور پوهنتون په ايريا سټډي سنټر کې جوړيدونکې وه نو صوبائي حکومت ددغه دستورې منعقد کولو اجازت نۀ ؤ ورکړى.

دصوبائي حکومت وياند شاه فرمان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وئيلي وؤ دايريا سټډي سنټر کار دکتابونو مخکتنې نۀ دي بلکې دسيمه ييزو هلو ځلو،رواياتو اؤ کړو وړو په هکله علوم خپرول دي.

نن هم دملاله يوسفزئ ليکل شوى کتاب که دنړۍ په هر ګوټ کې خلکو لوستى اؤ دهغې په سوچ يې ځان خبر کړى چې ملاله څه وئيل غواړي اؤ دکوم فکر دودې دپاره کار کوي،هلته دخيبرپښتونخوا صوبې په کتاب خانو اؤ لا ئبريرو کې دغه کتاب نۀ موندل کيږي.

ددغه کتاب دنۀ موندلو په اړه چې مو کله دپيښور دترټولو قديمې اؤ لويې کتاب خانې يونيورسټي بُک ايجنسي دمالک ميا انعام الرحمان سره خبرې وکړې نو هغه وويل چې کتاب خانې ځکه دملالې کتاب په ډاګيز ډول نۀ شي خرڅولى چې طالبانو ګواښ کړى که دغه کتاب چا وپلورلو نو دسزا سره به مخ کيږي.

هغه وويل اګرچې دپاکستان په پنجاب اؤ نورو صوبو کې دغه کتاب په ډاګيز ډول کتاب خانو کې خرڅيږي خو خيبرپښتونخوا کې څوک نۀ شي کولى چې دغه کتاب دخرڅون دپاره پخپله کتاب خانه کې کيږدي.

خو صحافي عقيل يوسفزئ بيا وائي چې ددغه کتاب دنۀ موندل کيدو علت يواځې دطالبانو ګواښ نۀ دى بلکې په خيبرپښتونخوا کې دپاکستان تحريک انصاف حکومت په دغه کتاب يو نااعلانه بنديز لګولى دى.

عقيل يوسفزئ وويل په شروع ورځو کې چې دغه کتاب کله مارکيټ ته راغلى اؤ ځينو کتاب خانو هغه په ډاګيز ډول پلورلو نو باقاعده ددغه کتابونو پلرونکي پوليسو نيولي وؤ اؤ زندانونو ته يې ليږلي وؤ، ځکه نن خلک ويريږي اؤ دملالې کتاب مخې ته نۀ شي راوړى.

خو دخيبرپښتونخوا دثقافت دمحکمې وزير شاه فرمان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره پخپلو لنډو خبرو کې وويل صوبائي حکومت کله هم دملالې يوسفزئ په کتاب بنديز نۀ دى لګولى.

شاه فرمان وويل دتحريک انصاف حکومت دهر هاغه سوچ ستائينه کوي چې دې خاورې ته امن اؤ خوشحالي راوړى شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG