لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دپوليسو په مرکز خودکش حمله،يو عسکر وژل شوى

An injured woman looks on as another speaks on her mobile phone following twin blasts at Brussels airport in Zaventem. Airlines cancelled hundreds of flights and European railways froze links with Brussels after a series of bomb blasts killed around 35 people in the city's airport and a metro station, sparking a broad security response.

چارواکي وائي دخالي په ورځ دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دپوليسو ديو مرکز په دروازه کې ترسره شوې خودکش حمله کې يو پوليس وژل شوى اؤ دڅلور کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو ولايتي مشر ميجر فريد احمد ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي چې دپوليسو دريشۍ اغوستي يو ځانمرگي غوښتل چې دپوليسو هيډکوارټر ته ننوځي خو دتالاشۍ په مهال يې دودانۍ په لمړۍ دروازه کې په ځان پسي تړلي بارود والوځول.

همدغه شان دهلمند دپوليسو دمشر وياند فريد احمد عبيدي هم پخلى کړى چې ځان مرگي دپوليسو دريشۍ اغوستې وه اؤ هغه دپوليسو مرکز ته دننوتو نه وړاندې په دروازه کې اودرول شوى ؤ چې له دې وروستو هغه خپل دبارودو نه ډک واسکټ چولى اؤ يو پوليس يې وژلى اؤ څلور عسکر يې ژوبل کړي دي.

سږکال هلمند نه زياتره امريکائي پوځيان وتلي اؤ په دغه سيمه کې دطالب جنگيالو خلاف دجگړې ذمه واري افغان ځواکونه په لاس کې لري.

ټاکل شوې دسږکال په اخره کې به افغانستان نه ټول بهرني جنگي پوځيان اوځي خو دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ دترسره شوي يو امنيتي تړون لاندې به په دغه هيواد کې ددې نه پس هم تقريباً لس زره امريکائي پوځيان پاتې کيږي چې بنيادي ذمه واري به يې افغان پوځ ته تربيت ورکول اؤ دتندلارو خلاف عملياتو کې مرسته ورکول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG