لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملالې په نوازشريف اؤ مودي دنوبيل دستوره کې دگډون غږ کړى

١٧ کلنه ملاله يوسفزئ دمرکزي انگلينډ برمنگهم کې پخپل سکول کې دکيمسټرۍ په سبق کې موجوده وه چې دامن دنوبيل انعام دگټلو خبر يې واوريدو، هغه اولنۍ پاکستانۍ اؤ تر ټولو کم عمره جينۍ ده چې دغه انعام يې گټلى دى.

دتعليم دحق لپاره غږ پورته کوونکې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزئ دجمعې په ورځ خپل دامن نوبيل انعام په ټوله دنيا کې د بې غږو ماشومانو په نوم کړى اؤ دپاکستان اؤ بهارت په وزيراعظمانو يې غږ کړى چې دامن په خاطر دې دايوارډ وصولولو دستوره کې گډون وکړي.

١٧ کلنه ملاله يوسفزئ دمرکزي انگلينډ برمنگهم کې پخپل سکول کې دکيمسټرۍ په سبق کې موجوده وه چې دامن دنوبيل انعام دگټلو خبر يې واوريدو، هغه اولنۍ پاکستانۍ اؤ تر ټولو کم عمره جينۍ ده چې دغه انعام يې گټلى دى.

ملالې يوسفزئ دخپل کلاس دنۀ مس کولو په خاطر دسکول دچوټۍ نه پس يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وويل چې دا ايوارډ دهاغو ټولو ماشومانو لپاره دى چې بې غږه دي اؤ دچا دغږونو اوريدو ته چې ضرورت دى

ملاله يوسفزئ هاغه پاکستانۍ طالبعلمه ده چې په اکتوبر 2012ء کې پرې د خيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې طالبانو يو وژونکې حمله کړې وه چې هغې کې ملاله يوسفزئ په سر په گولۍ لگيدلې وه اؤ وروستو هغه د علاج دپاره برطانيې ته وړل شوې وه.

په ملاله يوسفزئ طالبانو دغه حمله دجينکو د تعليم دپاره د غږ پورته کولو په پاداش کې کړې وه .

ملالې يوسفزئ دټوقې په توگه وويل چې دنوبيل گټه به هغې سره دسکول په راتلونکو امتحانونو کې مدد ونۀ کړل شي.

خو هغې دمخاطبينو نه يو ته وويل چې دخپل موروپلار اؤ اؤ دوؤ وړو وروڼو سره زۀ (ځان ) نور طاقتور اؤ ډاډه محسوسؤم ځکه چې دا ايوارډ يواځې داوسپنۍ يوه ټکړه نۀ ده يا يو ميډل، يا يو داسې ايوارډ چې تۀ يې پخپله کوټه کې ږدې، دا زما دپاره دمخکې تللو حوصله ده

هغې په بهارتي وزيراعظم نريندر مودي اؤ پاکستاني وزيراعظم نواز شريف غږ وکړو چې ددسمبر په مياشت کې دنوبيل ايوارډ دستوره کې دې گډون وکړي.

پخواني برطانوي وزيراعظم اؤ دنړيوال تعليم لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي گورډن براؤن هم دملالې اؤ ستياتهي لخوا دنوبيل انعام په گټلو دخوشحالۍ څرگندونه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG