لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:خودکش حمله کې پينځه کسان وژل شوي،١٩ ژوبل


 دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه خودکش حملې په اړه وئيلي دي چې يو ځانمرگي خپل دبارودو نه ډک گاډى په لشکرگاه کې دنوزاد اولسوالۍ دپوليسو ديو پخواني مشر عبدالله خان دکور سره نزدې الوځولى.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه خودکش حملې په اړه وئيلي دي چې يو ځانمرگي خپل دبارودو نه ډک گاډى په لشکرگاه کې دنوزاد اولسوالۍ دپوليسو ديو پخواني مشر عبدالله خان دکور سره نزدې الوځولى.

افغان چارواکي وائي چې جنوبي ولايت هلمند کې دپوليسو په يو پخواني مشر ترسره شوي ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي اؤ ١٩ نور ژوبل شوي دي.

دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه خودکش حملې په اړه وئيلي دي چې يو ځانمرگي خپل دبارودو نه ډک گاډى په لشکرگاه کې دنوزاد اولسوالۍ دپوليسو ديو پخواني مشر عبدالله خان دکور سره نزدې الوځولى.

هغه دغه چاؤدنه کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى وکړو اؤ وې وئيل چې دپوليسو يو پخوانى مشر اؤ ١٨ نور کسان حمله کې ژوبل شوي هم دي.

دهلمند دپوليسو مرستيال مشر کرنل حاجي ويس عامري خبريالانو سره خبرو کې دغه پيښه کې ديو پوليس اؤ څلورو اولسي وگړو دوژل کيدو پخلى وکړو اؤ وې وئيل چې چاؤدنه کې ځينې پوليس هم ژوبل شوي خو زياتره اولسي وگړي دي.

عامري وويل چې عبدالله خان هم په دغه چاؤدنه کې ژوبل شوى خو دهغه حالت ښه دى اؤ زياته يې کړه چې عبدالله خان اوس اوس دنوزاد دپوليسو دمشرۍ دعهدې نه لرې کړل شوى اؤ په يوه بله اولسوالۍ کې يې تعيناتي کيدونکې وه.

ددغه حملې ذمه واري په سمدستي توگه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو طالبان اکثره افغانستان کې په افغان اؤ بهرنو ځواکونو اؤ حکومتي چارواکو دسړک دغاړې بم چاؤدنې اؤ ځانمرگي حملې کوي اؤ پړه يې هم په غاړه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG