لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيالکوټ : په پاک وهندپوله ډزو کې يو تن وژل شوى،١٢ ژوبل


 دپاکستان دسرکاري سرچينو وينا ده چې دنهې په سحر په ورکنگ باؤنډرۍ دهند له لوري شوؤ ډزو کې يو تن وژل شوى اؤ يو ماشوم اؤ دوه ښځې ژوبل شوي دي اؤ پاکستاني ځواکونه وائي چې ددغو ډزو يې سخت ځواب ورکړى دى.
دپاکستان دسرکاري سرچينو وينا ده چې دنهې په سحر په ورکنگ باؤنډرۍ دهند له لوري شوؤ ډزو کې يو تن وژل شوى اؤ يو ماشوم اؤ دوه ښځې ژوبل شوي دي اؤ پاکستاني ځواکونه وائي چې ددغو ډزو يې سخت ځواب ورکړى دى.

راپورونه وائي دپاکستان سيالکوټ ضلع کې دپاکستان اؤ هند دپولې سره نزدې چاروا سيکټر کې دپولې پورې غاړې نه دډزو يوه پيښه کې يو تن وژل شوى اؤ درې ژوبل شوي دي.

دپاکستان دسرکاري سرچينو وينا ده چې دنهې په سحر په ورکنگ باؤنډرۍ دهند له لوري شوؤ ډزو کې يو تن وژل شوى اؤ يو ماشوم اؤ دوه ښځې ژوبل شوي دي اؤ پاکستاني ځواکونه وائي چې ددغو ډزو يې سخت ځواب ورکړى دى.

بل لوري ته هندوستاني ځواکونو( بي ايس ايف) هم تور لگولى چې پاکستاني پوځيانو پرې ناتاره ډزې کړي چې له امله يې دهغوي پينځه اولسي وگړي وژل شوي دي.

له دې وړاندې دنهې په ورځ کشمير کې په پانجمنه پوله ډزو کې ٩ کسان وژل شوي اؤ ٢٥ نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه په هند دچاروا ترڅنگ پکلهيااؤ چپراؤ علاقو کې دډزو تور لگولى ؤ.

دگل په شپه په ټوئټر خپل يو پيغام کې هغه وئيلي وؤ چې په دغو دريواړو سيمو کې دمارټر گولې داغل شوي اؤ په وړو وسلو سره ډزې شوي دي اؤ دعوه يې کړې وه چې دهند ددغه کارروايۍ موثره ځواب ورکړل شوى دى.

پاکستان دجنگ بندۍ په خلاف ورزۍ هند ته باضابطه احتجاج هم کړى اؤ دخارجه دفتر ترمخه دلمړي اکتوبر نه تر دې مهاله هند شپږ ځله داوربند خلاف ورزي کړې ده.

همدغه شان دهندي پوځ وينا ده چې دهند تر انتظام لاندې کشمير کې په پونچهـ اؤ ار ايس پوره سيکټرو کې په اولسي ابادۍ داتوار په شپه دپاکستاني ځواکونو ډزو کې ديوې کم عمره جينۍ په گډون دوه کسان وژل شوي اؤ د٣٠ نور زيات ژوبل شوي وؤ.

دهند حکومت هم په دغه پيښه سخت ردعمل ښودلى دى.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې پاکستان اؤ هندوستان په لا ئن اف کنټرول داوربند د٢٠٠٣م کال دشوي تړون عمل کولو اراده څرگنده کړې وه ، خو ددې باوجود هم ددواړو ملکونو ترمينځ په پوله دډزو دغه شان پيښې رامينځته کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG