لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هانک کانگ : مظاهرينو په سرکاري ودانو دقبضې دړکه کړې


 مظاهرينو چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ ته وئيلي دزيارت دنيمې شپې پورې دې استعفا ورکړي اؤمظاهرينو دوړاندې نه دليونگ ددفتر نه بهر راټوليدل شروع کړي.
مظاهرينو چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ ته وئيلي دزيارت دنيمې شپې پورې دې استعفا ورکړي اؤمظاهرينو دوړاندې نه دليونگ ددفتر نه بهر راټوليدل شروع کړي.

هانگ کانگ کې مظاهرينو دړکه کړې که چرې دچين سره خواخوږي لرونکي چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ دزيارت پورې استعفا ورنۀ کړه نوهغوي به په سرکاري ودانو قبضه وکړي.

مظاهرينو چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ ته وئيلي دزيارت دنيمې شپې پورې دې استعفا ورکړي اؤمظاهرينو دوړاندې نه دليونگ ددفتر نه بهر راټوليدل شروع کړي.

چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ دعهدې پريښودو په اړه څه نۀ دي وئيلي اؤ تر دې چې هغه مظاهرينو سره ليدلو نه هم انکار کړى،هانک کانگ کې ٢٠١٧م کې دنوي چيف ايگزيکټيودټاکنې په اړه دبيجنگ دمنصوبې خلاف دغه احتجاج روان دى.

دچين خارجه وزير وانگ يي دواشنگټن ددورې په مهال هانک کانگ کې مظاهرې غيرقانوني گرځولي اؤ دامريکا په گډون يې نورو ملکونو ته خبردارى ورکړى چې دچين داخلي معاملو کې دې مداخلت نۀ کوي.

خارجه وزير وانگ دغه بيان دامريکا دخارجه وزير جان کيري دهاغه بيان نه پس رغلى چې پکې هغه ددې اميد څرگندونه کړې وه چې دهانک کانگ انتظاميه به دزغم نه کار واخلي اؤ دمظاهرينو دحقونو احترام به وکړي.

سپينې ماڼۍ يو بيان کې وئيلي دي چې اوباما انتظاميې دهانک کانگ په صورتحال نظر ساتلى.

صدر اوباما به دلسم نومبر نه دچين درې ورځنۍ دوره شروع کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG