لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي امنيتي تړون دافغانستان کورنۍ معامله ده


 اسلام اباد کې داووۀ نيز بريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل افغانستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ دنورو ملکونو سره په په تړونونو کولو کې ازاد دى.
اسلام اباد کې داووۀ نيز بريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل افغانستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ دنورو ملکونو سره په په تړونونو کولو کې ازاد دى.

دپاکستان خارجه دفتر افغانستان کې په پرامنه ډول داقتدار دبدلون هرکلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه امنيتي تړون دافغانستان کورنۍ معامله ده.

اسلام اباد کې داووۀ نيز بريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل افغانستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ دنورو ملکونو سره په په تړونونو کولو کې ازاد دى.

همدغه شان دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز هم دنوي افغان حکومت اؤ امريکا ترمينځ دامنيتي تړون هرکلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې ددغه تړون په وجه به افغانستان پوځي اؤ اقتصادي امداد ترلاسه کوي.

بي بي سي سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل پاکستان تل دا دريځ برقراره ساتلى چې دغه دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ يوه معامله ده اؤ زياته يې کړه چې دتجزيه کارو مطابق دغه تړون سره به تحفظ رامينځته شي، امريکا اؤ دنيټو ځواکونه به افغانستان کې دافغان پوځ دتربيت اؤ مرستې لپاره ايسار وي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم تيره ورځ دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دکورکمانډرانو ديوې مهمې غونډې مشري کړې وه چې پکې دنوي افغان حکومت اؤ امريکا ترمينځ لاسليک شوى امنيتي افغانستان کې دتلپاتې امن لپاره يو غوره گام گرځول شوى دؤ

دافغانستان پخواني صدر حامد کرزي په پاکستان تور لگولى ؤ چې دغه هيواد دافغانستان په خارجه تگلاره کنټرول ترلاسه کول غواړي خو پاکستان وائي يو خوشحاله ،باثباته اؤ خپلواکه افغانستان ليدل غواړي.

افغانستان کې دنوي حکومت دجوړيدونه پس دنهې په ورځ دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په هاغه دوه اړخيزه تړون لاسليک شوى چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه وروستو هم ځينې امريکائي پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي

ددغه تړون لاندې به سږکال افغانستان نه دجنگي ائتلافي ځواکونودوتلو نه پس هم افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده په ضد کارروائيوکې دهغوي دمرستې لپاره ايسار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG