لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې په پوځيانو بله خودکش حمله، درې عسکر ووژل شول

 دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دامنيتي ځواکونو په گاډي شوې دغه خودکش حمله کې ددريوؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ زياتوي چې حمله کوونکي دامنيتي ځواکونو دگاډي سره خپل دبارودو نه ډک گاډى جنگولى.

دافغانستان پلازمينه کابل کې پرله پسې په دوهم ورځ هم دافغان پوځيانو په يو بس خودکش حمله شوې چې پکې درې پوځيان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دامنيتي ځواکونو په گاډي شوې دغه خودکش حمله کې ددريوؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ زياتوي چې حمله کوونکي دامنيتي ځواکونو دگاډي سره خپل دبارودو نه ډک گاډى جنگولى.

دگل په ورځ نوي صدر اشرف غني احمدزي له لوري داقتدار سمبالولو نه پس افغانستان کې دغه څلورمه خونړۍ حمله وه.

دپوليس چارواکو وينا ده چې دوروستۍ حملې په مهال يو خودکش دپوځيانو وړونکي يو بس سره نزدې ځان الوځولى.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري قبوله کړې اؤ ددغه شان نورو حملو کولو دړکه يې هم کړې ده.

يوه ورځ وړاندې هم کابل کې دامنيتي ځواکونو په دوؤ بسونو دکابل په مختلفو برخو کې دوه خودکش حملې شوې وې چې پکې لږ ترلږه اووۀ کسان وژل شوي وؤ.

دگل په ورځ کابل کې دهوائي اډې سره نزدې هم دطالبانو له لوري دتشدد نه ډکه يوه کارروايۍ کې ٧ کسان وژل شوي وؤ.

دخبري ادارې رائټرز ترمخه دطالبانو مشر ملا عمر دافغانستان اوسني صدارتي انتخابات "ښودنه" گرځولې اؤ ملک کې يې داسلامي حکومت دجوړولو اراده څرگنده کړې ده.

طالبانو کابل کې دنوي حکومت له لوري امريکا سره په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک نه پس حملو کې چټکتيا راوستې اؤ په داسې حال کې چې غيرملکي جنگي پوځيان دسږکال په اخره کې افغانستان نه دوتلو تيارۍ کوي څيړونکو دطالب جنگيالو سره مقابلې لپاره دافغان پوځ دتوان په اړه دانديښنې څرگندونه کوي.

خو ديو اوږد ځنډ نه پس اقتدار ته داشرف غني درسيدو نه پس دکابل اؤ امريکا ترمينځ په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليکونه شوي چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه پس هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ القاعده سره دتړلو جنگيالو خلاف کارروائيو کې دمرستې لپاره نزدې ١٠ زره امريکائي پوځيان افغانستان کې ايسار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG