لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحرکت المجاهدين مشر فضل الرحمان خليل "نړيوال ترهه گر" گرځول شوى


 دامريکا دخزانې دمحکمې دبيان ترمخه دفضل الرحمان خليل ترڅنگ چې په دغه فهرست کې دکومو دوؤ نورو کسانو نومونه شامل کړل شوي په هغوي تور دى چې تندروه ډلې لشکرطيبې ته يې مالي مرسته ورکړې ده.
دامريکا دخزانې دمحکمې دبيان ترمخه دفضل الرحمان خليل ترڅنگ چې په دغه فهرست کې دکومو دوؤ نورو کسانو نومونه شامل کړل شوي په هغوي تور دى چې تندروه ډلې لشکرطيبې ته يې مالي مرسته ورکړې ده.

امريکا دتندروه ډلې "حرکت المجاهدين" دمشر فضل الرحمان خليل په گډون په دريو پاکستاني وگړو بنديزونه لگولي ، دهغوي اثاثې يې کنگل کړي اؤ نومونه يې ورله دنړيوالو ترهه گرو په فهرست کې شامل کړي دي.

حرکت المجاهدين الاسلامي په پاکستان کې بنياد لرونکې هاغه تندروه ډله وه چې په بنيادي توگه کشمير کې خپل فعاليتونه ترسره کوي اؤ امريکا په ١٩٩٧ء کې داسامه بن لادن اؤ القاعده سره په اړيکو لرلو نړيوال ترهه گريز تنظيم گرځولى ؤ چې له دې وروستو دغه ډلې خپل نوم بدل کړو اؤ "حرکت المجاهدين" پاتې شو.

دامريکا دخزانې دمحکمې دبيان ترمخه دفضل الرحمان خليل ترڅنگ چې په دغه فهرست کې دکومو دوؤ نورو کسانو نومونه شامل کړل شوي په هغوي تور دى چې تندروه ډلې لشکرطيبې ته يې مالي مرسته ورکړې ده.

دغه دواړه کسان محمد نعيم شيخ اؤ عمير نعيم شيخ دشخصي کمپنيو مالکان دي.

دا خبره اهمه ده چې ددغو پاکستاني وگړو نومونه په داسې حال کې دنړيوالو ترهه گرو په فهرست کې شامل کړل شوي چې دهند وزيراعظم نريندر مودي اؤ دامريکا صدر براک اوباما دلشکرطيبې په گډون دتندروه ډلو خلاف په گډو کارروائيو کولو اتفاق کړى دى.

دامريکا دخزانې دمحکمې دبيان ترمخه ددغه نوې فيصلې لاندې به ددريوؤ واړو کسانو امريکا يا ددې دکنټرول لاندې ادارو کې ټولې اثاثې منجمد وي اؤ ددې ترڅنگ به په امريکائي وگړو دغو کسانو سره دڅه قسمه مالي لين دين بنديز وي.

دخزانې دمحکمې دبيان ترمخه حرکت المجاهدين اؤ لشکرطيبه تندروه تنظيمونه دي کوم چې دالقاعده په گډون گڼو تندروه تنظيمونو ته په مدد ورکولو اؤ ترهه گرو ته په تربيت ورکولو کې ککړ دي.

دخزانې دمحکمې بيان کې وئيل شوي دي چې فضل الرحمان خليل دالقاعده دمشر اسامه بن لادن سره په نزدې رابطه کې پاتې شو ىدى.

محمد نعيم شيخ اؤ عمير نعيم شيخ پاتې هاغه دوه پاکستانيان دي چې تندروه تنظيم لشکرطيبې ته په مالي مرستې ورکولو پرې بنديزونه لگول شوي اؤ دغه دواړه کسان په لاهور کې شخصي کمپنۍ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG