لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملک کې دموقتي حکومت جوړيدو امکان دى،پرويز مشرف


يو شخصي ټي وي سره خبرو کې پخواني صدر وئيلي دهرنا کوونکي چې کوم بدلون غواړي ددې نه ديو موقتي حکومت په اقتدار کې دراتللو امکان دى چې به دبدلون لپاره په بشپړه توګه خپلواکه وي.
يو شخصي ټي وي سره خبرو کې پخواني صدر وئيلي دهرنا کوونکي چې کوم بدلون غواړي ددې نه ديو موقتي حکومت په اقتدار کې دراتللو امکان دى چې به دبدلون لپاره په بشپړه توګه خپلواکه وي.

دپاکستان پخواني پوځي صدر جنرل (ر) پرويز مشرف وئيلي دي اسلام اباد کې دروانو دهرنو په وجه ملک کې داسې موقتي حکومت رامخې ته کيدى شي چې دپوځ دملاتړ سره دبدلون په ايجنډا به کار کوي.

يو شخصي ټي وي سره خبرو کې پخواني صدر وئيلي دهرنا کوونکي چې کوم بدلون غواړي ددې نه ديو موقتي حکومت په اقتدار کې دراتللو امکان دى چې به دبدلون لپاره په بشپړه توګه خپلواکه وي.

هغه وويل دډاکټر طاهرالقادري اؤ عمران خان په شخصي توګه ملاتړ نۀ کوي خو دهغوي خبرې سمې دي.

پرويز مشرف وويل هر تن غواړي چې بلدياتي انتخابات دې وشي.

هغه دا هم وويل چې اختيارات دې کوزې کچې ته منتقل کړل شي اؤ تور يې ولګولو چې دملک بچى،بچى په دې خبره پوهيږي چې انتخاباتو کې په لويه پيمانه دهاندلي شوې وه.

مشرف دعوه وکړه چې په صوبو دوفاق کنټرول ختميږي اؤ مرکز اوس رائيونډ ته منتقل کړل شوى دى.

هغه وويل چې دموجوده حالاتو په وجه ملک په تيزۍ سره په ښکته روان دى اؤ دا يو نازک پړاؤ دى.

پخواني صدر دا هم وويل که چې په صورتحال قابو ونۀ موندل شوه نو څه هم کيدى شي.

پخواني صدر پرويز مشرف دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې اسلام اباد کې دتيرې يوې نيمې مياشتې راهسې دپي ټي ائي مشر عمران خان اؤ دپي اى ټي مشر طاهرالقادري ملک کې دبدلون اؤ انقلاب په غږونو سره اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي.

دتيرکال عامو انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ خلاف عمران خان سږکال په ١٤م اګست دلاهور نه اسلام اباد ته مارچ کړى ؤ اؤ دخپلو غوښتنو تر پوره کيدو پورې يې اسلام اباد کې داحتجاج دجاري ساتلو اعلان کړى دى.

دعمرخان لمړۍ غوښتنه دوزيراعظم نوازشريف استعفا ده ، ځکه چې دهغه په قول دوزيراعظمۍ په چوکۍ پاتې کيدو سره دنوازشريف په مشرۍ دانتخاباتو ازادانه تحقيقات ممکن نۀ دي.

خو نوازشريف دغه انتخابات شفاف اؤ ازادانه ګرځوي اؤ وائي دڅو زرو خلکو په وينا به دوزيراعظمۍ نه استعفا نۀ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG