لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : په پوځي گاډو دوؤ خودکش حملو کې ٧ کسان وژل شوي


 دغه ځانمرگي حملې په داسې حال کې ترسره شوي چې کابل کې نوى حکومت جوړ شوى اؤ دغه حکومت واشنگټن سره په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړى دى.
دغه ځانمرگي حملې په داسې حال کې ترسره شوي چې کابل کې نوى حکومت جوړ شوى اؤ دغه حکومت واشنگټن سره په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړى دى.

چارواکي وائي دشورو په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې په پوځي گاډو ترسره شوؤ دوؤ خودکش حملو کې لږ ترلږه ٧ کسان وژل شوي اؤ د١٥ؤ نه زيات ژوبل شوي دي.

دغه ځانمرگي حملې په داسې حال کې ترسره شوي چې کابل کې نوى حکومت جوړ شوى اؤ دغه حکومت واشنگټن سره په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړى دى.

طالبانو ،چې امريکا سره ددغه تړون سخت مخالفت کوي، ددغه حملو ذمه واري په غاړه اخستې.

دپوليسو دتحقيقاتودڅانگې مشر فريد افضلي ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دوؤ خودکش حمله کووونکو هاغه بسونه په نخښه کړي چې پکې دافغانستان پوځيان روان وؤ.

هغه وويل چې دابتدائي معلوماتو نه په ډاگه کيږي دغو حملو کې شپږ اولسي وگړي اؤ عسکر وژل شوي دي.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند ظاهر عظيمي وئيلي دي چې يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو نه ډک گاډى دامنيتي ځواکونو دگادي سره ټکر کړى چې له امله يې اووۀ کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شوي دي.

طالبانو په دغو حملو کې د٢٠ؤ عسکرو دوژلو دعوه کړې ، خو دغه ډله اکثره دحملو نه پس دمرگ ژوبلې دشميرې په اړه دمبالغې نه کار اخلي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد امريکا سره دتړون لاسليک کولو نه پس دغه حملې دکابل دحکومت لپاره يو واضحه پيغام گرځولى اؤ دړکه يې کړه چې هغوي به ددې نه پس حملې نورې هم سيوا کوي.

افغانستان اؤ امريکا دنهې په ورځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون( بي ايس اى) لاسليک کړى چې ترمخه يې د٢٠١٤م نه پس هم افغانستان کې دنزدې لسو زرو امريکائي پوځيانو دپاتې کيدو اجازت دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG