لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهررقم جارحيت مخنيوي لپاره تيار يو،جنرل راحيل


جنرل راحيل شريف دپنجاب کهاريا علاقه کې دپوځي چاوڼۍ ددورې په موقع دغلته دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي مرکز دبنياد تيږه کيښوده.
جنرل راحيل شريف دپنجاب کهاريا علاقه کې دپوځي چاوڼۍ ددورې په موقع دغلته دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي مرکز دبنياد تيږه کيښوده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ يوې دستورې ته دوينا په مهال وئيلي دي پوځ دملک خلاف دڅه قسمه جارحيت مقابلې لپاره تيار دى.

جنرل راحيل شريف دپنجاب کهاريا علاقه کې دپوځي چاوڼۍ ددورې په موقع دغلته دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي مرکز دبنياد تيږه کيښوده.

هغه وويل دغه قومي مرکز به هرشان علاقو کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتربيت ورکولو دخپل نوعيت يو عصري اسانتيا وي.

دپوځ سرلښکر وويل په داسې وخت چې وسله وال پوځونه دملک هر گوټ کې دترهه گرۍ خلاف جنگ کې بوخت دى، دپاکستان پوځ به نيمو پوځي دستو، پوليسو، کانسټيبلري اؤ ليويز ته دتربيت ورکولو کې خپل کردار ادا کول جاري ساتي.

هغه وويل دترهه گرۍ دمخنيوي قومي مرکز به نۀ يواځې مقامي پوځيانو ته عصري تربيت ورکولو کې اهم کردار ادا کوي بلکې دا به دملگرو هيوادونو دپوځونو له لوري تربيت کې ددلچسپۍ ضرورتونه هم پوره کوي.

پاکستان دتيرې يوې لسيزې راهسې دترهه گرۍ ښکار دى اؤ دتندلارو حملو کې تر دې مهاله دپوځيانو اؤ قانون نافذونکو ادارو دعسکرو په گډون د٤٠ؤ زرو نه زيات خلک وژل شوي دي.

سږکال دجون مياشت کې دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې هم دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف عمليات پيل کړي چې پکې يې دزرو نه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کړې خو دازادو سرچينو نه ددې پخلى نۀ دى شوى.

دپوځ ترمخه په دغو عملياتو کې دتندلارو دکمانډ اينډ کنټرول نظام دتباه کيدو ترڅنگ دهغوي محفوظې ځالې اؤ دگولې بارودو دذخيره کولو ځائيونه هم له مينځه وړل شوي چې دپوځ په وينا ددې سره دترهه گرو دمنظمو حملو توان تقريباً ختم شوى ، خو دپاکستان په مختلفو برخو کې دتندلارو له لوري وخت په وخت حملې کيږي اؤ طالبانو دشمالي وزيرستان عملياتو کې دپوځ له لوري هغوي ته داوښتو تاوانونو دعوې هم رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG