لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هانگ کانگ : مظاهرينو اصلاحاتو لپاره دشورو تر ورځې مهلت ورکړى


 دمظاهرينو دډلې له لوري په يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې که چرې دهانگ کانگ چيف ايگزيکټيو دهغوي غوښتنې ونۀ منلې نو دشورو په ورځ به دنوې تگلارې اعلان کولى شي.
دمظاهرينو دډلې له لوري په يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې که چرې دهانگ کانگ چيف ايگزيکټيو دهغوي غوښتنې ونۀ منلې نو دشورو په ورځ به دنوې تگلارې اعلان کولى شي.

هانگ کانگ کې دپرله پسې پينځوؤ ورځو نه روانو مظاهرو کې شاملو کسانو دړکه کړې چې که چرې چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ داصلاحاتو په اړه غوښتنې ونۀ منلې نو دسول نافرمانۍ دغه مهم به غزولى شي.

دمظاهرينو دډلې له لوري په يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې که چرې دهانگ کانگ چيف ايگزيکټيو دهغوي غوښتنې ونۀ منلې نو دشورو په ورځ به دنوې تگلارې اعلان کولى شي.

دمظاهرينو په غوښتنو کې دښاغلي وائى ليونگ استعفا هم شامله ده.

دغه مظاهرين دښار په مرکزي څلور لارو کې ناست دي اؤ هغوي دحکومت له لوري دسړکونو خالي کولو غوښتنې هم رد کړي دي.

امريکا په چين زور راوړى چې هانگ کانگ کې دې دصبر اؤ زغم نه کار واخلي ، دغلته په زرگونو جمهوريت پلوه خلک په سړکونو مظاهرې کوي.

مظاهرينو دحکومت له لوري دسړکونو دخالي کولو دخبرداري باوجود خپلې مظاهرې دوامداره ساتلي چې په نتيجه کې يې دژوند چارې په ټپه ولاړې دي، پوليسو ددغو مظاهرينو دخورولو لپاره داوښکو بهيونکى گيس هم استعمال کړى.

دچين حکومت دغه مظاهرې غيرقانوني گرځولي دي.

په عين حال کې دهانگ کانگ چيف ايگزيکټيو وائى ليونگ دمستعفي کيدو نه انکار کړى اؤ دجمهوري اصلاحاتو په حق کې مظاهره کوونکو ته يې وئيلي دي چې هغوي دې دخپل مهم نه لاس پسر شي.

پخپل يو بيان کې دهانگ کانگ چيف ايگزيکټيو وئيلي دي چې مظاهرين دانتخابي اصلاحاتو په اړه دچيني حکومت ذهن نۀ شي بدلولى.

چارواکي وائي چې داحتجاجونو شروع کيدو نه راپديخوا تر دې مهاله دپوليسو په گډون ٤١ کسان ژوبل شوي اؤ ٧١ کسان په مختلفو جرمونو کې نيول شوي چې پکې حکومتي ودانو ته په زبردستۍ داخليدل،په غيرقانوني توگه يوځايې ته راټوليدل اؤ دپوليسو په کار کې مداخلت شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG