لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان اؤ امريکا امنيتي تړون لاسليک کړو


 له دې وړاندې دامريکا دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وئيلي دي چې دنهې په ورځ به کابل کې يوه دستوره کيږي چې پکې به دافغانستان اؤ امريکا دسلامتۍ په گډ تړون لاسليک کولى شي.
له دې وړاندې دامريکا دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وئيلي دي چې دنهې په ورځ به کابل کې يوه دستوره کيږي چې پکې به دافغانستان اؤ امريکا دسلامتۍ په گډ تړون لاسليک کولى شي.

افغانستان کې دنوي حکومت دجوړيدونه پس دنهې په ورځ دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په هاغه دوه اړخيزه تړون لاسليک شوى چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه وروستو هم ځينې امريکائي پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي.

له دې وړاندې دامريکا دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وئيلي دي چې دنهې په ورځ به کابل کې يوه دستوره کيږي چې پکې به دافغانستان اؤ امريکا دسلامتۍ په گډ تړون لاسليک کولى شي.

ديو بريفنگ په مهال جين ساکي وويل چې په دغه موقع به دامريکا استازيتوب کابل کې تعينات دامريکا سفير،جميز کننگهم کوي.

افغانستان له لوري واشنگټن سره په دغه مهم دوه اړخيزه تړون دقومي سلامتۍ صلاح کار حنيف اتمر لاسليک کړى.

هم دنهې په ورځ په کابل کې نوي حکومت نيټو سره په سټيټس اف فورسز تړون هم لاسليک کړى،ټاکل شوې افغانستان نه به جنگي ځواکونه دروان کال په اخره کې اوځي.

دافغانستان دقومي سلامتۍ مشاور حنيف اتمر دامريکا سفير جيمز بي کننگهم اؤ دنيټو سينئر سويلين استازي ماؤرټس ار جوهمز سره په دغو مهمو تړونونو لاسليکونه کړي دي.

دلاسليک کولو په دغه دستوره کې دافغانستان نوى صدر ډاکټر اشرف غني احمدزى، چيف ايگزيکټيو افسر ډاکټر عبدالله، دوه مرستيالان صدران، دکابينې غړي اؤ نور مشران هم موجود وؤ.

په دغه موقع صدراشرف غني احمدزئ وويل چې دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ دلاسليک ليک شوي دغه تړون لاندې به افغانستان خپل خپلواکه حيثيت برقراره ساتي اؤ ددغه تړون مقصد دملک سلامتي باوري کول اؤ گواښونه لرې کول دي.

غني وويل دوه اړخيزه امنيتي تړون(بي ايس اى) دافغانستان ،سيمې اؤ په پراخه کچه دنړۍ په گټه دى اؤ زياته يې کړه چې ددغه تړون په نتيجه کې به افغان پوځيان نور هم مضبوط شي.

دترهه گرۍ اؤ سلامتۍ عمومي چيلنج ته په اشارې کولو سره دافغانستان صدر وويل چې له نيکه مرغه نن هم افغانستان دنړيوال پام مرکز دى.

هغه دامريکائي پوځيانو په پرله پسې موجوديت دگاونډيانو لخوا دکيدونکو انديښنو په اړه وويل چې دغه تړون دچا لپاره کوم گواښ نۀ دى اؤ مقصد يې " زمونږ" سلامتي باوري کول دي.

احمدزئ قام ته باور ورکړو چې دشپې په مهال به دشپې په مهال دخلکو په کورونو حملې اؤ لټونې اودريږي.

چيف ايگزيکټيو افسر عبدالله هم په دغه تړون خوشحالي څرگنده کړې اؤ دا يې افغانستان کې دثبات په لوري لويې گام گرځولى دى.

هغه وويل په دغو تړونونو لاسليکونه دلويې بحث نه پس شوي اؤ پکې دافغانستان دسلامتۍ ضرورتونه په نظر کې نيول شوي دي.

هغه باور وښودو چې ددې سره به افغانستان اؤ سيمه کې دسلامتۍ په صورتحال مثبتې اغيزې وشي اؤ زياته يې کړه چې خلک به ددغو تړونونو په اهميت ډير زر پوهه شي.

همدغه شان امريکائي سفير کنگهو دخپل له لوري دافغانستان خپلواکۍ ته دزيات درناوي ژمنه وکړه اؤ وې وئيل چې هغوي غواړي چې افغان وسله وال ځواکونه روزي اؤ ورته صلاح مشورې ورکړي، هغه وويل چې ددې سره به پرله پسې امريکائي اؤ نړيوال مدد ته لاره هم هواره شي.

دنيټو استازي دلويديز پوځي ائتلاف له اړخه دتړون په لاسليک کيدو خوشحالي وښوده اؤ وې وئيل چې د٢٠١٤م نه پس به دنيټو ځواکونه افغان ځواکونو ته يواځې مشوره ورکوي اؤ دا چې هغوي به څنگه دجنگي ترهه گرو مقابله کوي.

هغه وويل چې دنيټو اؤ امريکا موجودگۍ سره به يو لوري ته افغانستان کې ثبات راځي اؤ بل لوري ته به ددغه هيواد داقتصاد اؤ خوشحالۍ لاره هواريږي.

له دې وړاندې دافغانستان دنوي صدر اشرف غني يو مرستيال خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي ددوه اړخيزه امنيت په تړون(بي ايس اى) به يو سينئر وزير لاسليک کوي.

دافغانستان پخواني صدر حامد کرزي دواشنگټن اؤ امريکا ترمينځ ددوه اړخيزه امنيت په دغه تړون دلاسليک کولو څخه انکار کړى ؤ اؤ په ډاگه کړې يې وه چې دراتلونکو انتخاباتو په نتيجه کې جوړيدونکي صدر ته به په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو فيصله کول وي.

داشرف غني مرستيال داؤد سلطانزئي اى ايف پي ته وئيلي چې په دغه تړون دلاسليک کولو سره به دا پيغام لاړ شي چې صدر اشرف غني خپله ژمنه پوره کړه.

ددوه اړخيزه امنيت په دغه تړون دلاسليک کولو نه پس به اوس تقريباً لس زره امريکائي پوځيان د٢٠١٤م نه پس هم افغانستان کې پاتې وي،ټاکل شوې دسږکال تر اخره افغانستان څخه ټول بهرني جنگي ځواکونه اوځي.

ددغو امريکائي پوځيانو په بنيادي ذمه وارو کې به دافغانستان پوځ ته تربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو خلاف کارروائيو کې مرسته کول شامل وي.

افغانستان کې به راتلونکي کال کې دامريکائي پوځيانو شميره نيمه پاتې شي اؤ ددې نه پس به ٢٠١٦م کې په دغه شمير کې نور کمى هم راشي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG