لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې ددولت اسلاميه په ځالو تازه فضائي حملې شوي


 ددغه تنظيم ترمخه جنګي الوتکو دحمص صوبې صحرائي علاقه تدمر کې هم هدفونه په نخښه کړي دي.
ددغه تنظيم ترمخه جنګي الوتکو دحمص صوبې صحرائي علاقه تدمر کې هم هدفونه په نخښه کړي دي.

شام کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه په پټن ځائيونو دخالي په ورځ هم دامريکا په مشرۍ دبين المللي ائتلاف له لوري فضائي حملې شوي دي.

دشام په صورتحال نظر لرونکي برطانيه کې دقائم تنظيم " سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس" وينا ده چې دتندلارو دمضبوطې ځالې ګڼل کيدونکې صوبې رقه کې دخالي په سحر ٣١ چاؤدنې اوريدل شوي اؤ دغلته نه دمرګ ژوبلې اوړيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

خو په دغه نور جزئيات مخې ته نۀ دي راغلي.

ددغه تنظيم ترمخه جنګي الوتکو دحمص صوبې صحرائي علاقه تدمر کې هم هدفونه په نخښه کړي دي.

ددولت اسلاميه جنګيالو عراق اؤ دشام په مختلفو برخو قبضه کړې اؤ دپرمختګ کولو سره ددغو ملکونو دنورو علاقو په لوري هم روان دي.

دغو تندروه جنګيالو دغيرملکيانو په ګډون دلسګونو خلکو دقتلولو ترڅنګ سيمه کې ميشته اقليتونه هم دخپل ظلم لاندې نيولي اؤ دهغوي له ويرې سيمې نه په زرګونو خلکو کډې هم کړي دي.

دامريکا په مشرۍ بين المللي ائتلاف چې پکې اروپا اؤ ځينې عرب ملکونه هم شامل دي ددغو تندلارو خلاف فضائي کارروايۍ شروع کړي دي چې پکې تر دې مهاله په لسګونو جنګيالي وژل شوي دي.

يوه ورځ دمخه هم امريکائي چارواکو وئيلي وؤ چې دهغوي جنګي الوتکو عراق اؤ شام کې ددولت اسلاميه هدفونه په نخښه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG