لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى،١٣ ژوبل


 دچاؤدنې وروستو سيمې ته دامدادي ډلو کارکوونکي اؤ پوليس رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې دعلاج لپاره دسبي سول هسپتال ته رسولي چرته چې ايمرجنسي لگول شوې ده.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته دامدادي ډلو کارکوونکي اؤ پوليس رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې دعلاج لپاره دسبي سول هسپتال ته رسولي چرته چې ايمرجنسي لگول شوې ده.

پوليس وائي چې دبلوچستان په سبي سيمه کې دخالي په ورځ ديوې بمي چاؤدنې له امله يو تن وژل شوى اؤ ١٣ نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو يو مشر محمد افضل خبريالانو ته په دغه اړه وئيلي دي چې نامعلومو وسله والو دښار په چاکر روډ په يو موټر سائيکل پسې بم تړلى ؤ اؤ دغه بم ديوې درنې چاؤدنې سره والوتو چې له امله يو تن وژل شوى اؤ ١٣ نور ژوبل شوي اؤ ورسره دنزدې گاډو اؤ ودانو شيشې هم ماتې شوې.

دچاؤدنې وروستو سيمې ته دامدادي ډلو کارکوونکي اؤ پوليس رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې دعلاج لپاره دسبي سول هسپتال ته رسولي چرته چې ايمرجنسي لگول شوې ده.

ډاکټرانو ددوؤ کسانو حالت سخت گرځولى دى اؤ دپوليسو ترمخه دپيښې ښکار ټول کسان اولسي وگړي دي

ددغه چاؤدنې ذمه واري که هر څو تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG