لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف جنرل اسمبلۍ ته وئيلي دترهه گرۍ ختمولو لپاره په گډه کار کولو ته اړتيا ده


نوازشريف وويل پاکستان دخپلو گاونډي ملکونو سره امن ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې " مونږ" افغانستان کې امن ته ليواله يو اؤ دواړه ملکونه ديو شان چيلنجونو سره مخ دي.
نوازشريف وويل پاکستان دخپلو گاونډي ملکونو سره امن ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې " مونږ" افغانستان کې امن ته ليواله يو اؤ دواړه ملکونه ديو شان چيلنجونو سره مخ دي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته دخطاب په مهال دترهه گرۍ ټول شکلونه غندلي اؤ دپاکستان اؤ گاونډي ملکونو ترمينځ يې دښو اړيکو ټينگولو لپاره غږ کړى.

نوازشريف وويل پاکستان دخپلو گاونډي ملکونو سره امن ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې " مونږ" افغانستان کې امن ته ليواله يو اؤ دواړه ملکونه ديو شان چيلنجونو سره مخ دي.

نوازشريف اميد څرگند کړو چې دافغانانو په مشرۍ به دجوړجاړي عمل مخ په وړاندې روان وي چې ورسره به په دغه ملک کې هم اهنگي، ثبات اؤ خوشحالي ځائي ومومي.

نوازشريف وويل پاکستان افغانستان سره داړونده سلامتۍ اؤ خوشحالۍ په اساس ژورې دوه اړخيزه اړيکې غواړي.

نوازشريف وويل پاکستان دتيرو ديرشو کلونو راهسې دلکونو افغانانو ميلمستيا کوي اؤ زياته يې کړه چې نړيوالې ټولنې ته به دافغانانو وطن ته دواپسۍ لپاره ملاتړ سيوا کول وي.

نوازشريف وويل پاکستان دهرشان ترهه گرۍ غندنه کوي، هغه وويل پاکستان دترهه گرۍ دسختې خطرې سره مخ دى اؤ زياته يې کړه چې دهيواد پوځ دتيرو ديارلسو کلونو په مهال زياتې قربانۍ ورکړي اؤ دترهه گرۍ دخاتمې لپاره کوششونه روان دي.

وزيراعظم وويل پاکستان دترهه گرۍ دمقابلې لپاره هرممکن کوشش کوي اؤ زياته يې کړه چې ترهه گري دټولې دنيا لپاره خطره ده.

هغه وويل پاکستان دبدترينې ترهه گرۍ سره مخ دى اؤ ددې مقابلې لپاره نوې اؤ موثره طريقې خپلول وي.

هغه وويل دترهه گرۍ دخاتمې لپاره په شريکه دکار کولو غږ هم وکړو.

نواز شريف وويل پاکستان دنيوکلئير وسلې لرونکې يو ذمه وار ملک دى اؤ دايټمي وسلې دنۀ خوريدو په اړه به دمقصدونو ملاتړ جاري ساتي.

هغه وويل پاکستان سيمه کې دوسلې په زغل کې برخه نۀ اخلي،نوازشريف وويل پاکستان پاکستان دنيوکلئير تحفظ اؤ سلامتۍ لپاره لوړمعيارونه برقراره ساتلي.

وزيراعظم وويل پاکستان کې دبارانونو اؤ سيلابونو په وجه لويه تباهي خوره شوې اؤ ددې دمخنيوي کوششونه کولى شي.

وزيراعظم وويل دهندوستان دانتظام لاندې کشمير کې خلک دتشدد داثر لاندې ژوند تيروي اؤ دعوه يې وکړه چې دکشميري اولس حقونه تروړل شوي دي.

دهند په اړه پاکستاني وزيراعظم وويل انډيا دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات منسوخ کړي چې په دې پاکستان افسوس کوي.

وزيراعظم وويل دستونزو دهواري اؤ داقتصادي اؤ تجارتي اړيکو لپاره پاکستان اؤ هندوستان ته دمذاکراتو عمل برقراره ساتل پکار دي.

هغه وويل چې دجمو اؤ کشمير مرکزي ستونزه به هوارول دي اؤ دا دنړيوالې ټولنې ذمه واري ده،وويل دکشمير په په معامله تر هغې پرده نۀ شي اچولى ترڅو چې دا کشمير اولس دخواهشاتو مطابق حل شوي نۀ وي.

نوازشريف په دغه موقع غزه کې دفلسطينيانو دنسل کشۍ غندنه وکړه اؤ وې وئيل دفلسطين په سلگونو نيول شوي وگړي خوشې کيدل پکار دي اؤ ددې ترڅنگ دفلسطين محاصره هم ختميدل پکار دي.

نوازشريف شام کې په ټولو گوندونو غږ وکړو چې عسکري اؤ دتندلاريتوب ذريعې دې پريږدي اؤ اؤ په دغه تاريخي ځمکه دامنيت دبحالۍ لپاره دې مذاکرات وکړي.

نيويارک کې پاکستاني ټولنې ته په خطاب کې نوازشريف دخپل مينډيټ دفاع وکړه اؤ په اسلام اباد کې يې دحکومت مخالفو گوندونو له لوري روانې دهرنې غيرضروري وگرځولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG