لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د ډيورنډ د دواړو غاړو پښتانۀ د ورورولۍ مضبوطولو په خبرو بوخت دي


លោក Hamo មក​ពី​ប្រទេស​អ៊ីរ៉ាក់​រុញ​រទេះ​ដែល​ដាក់​កូន​ស្រី​ពិការ​វ័យ៨ឆ្នាំ​របស់​គាត់​ឈ្មោះ Sidra ដើរ​កាត់​វាល​មួយ​ដើម្បី​ប្រឹងប្រែង​ទៅ​ឲ្យ​ដល់​ព្រំដែន​ក្រិក។ ជន​ទេសន្តរប្រវេសន៍​ប្រមាណ​ជា​៧.០០០នាក់​រួម​ដែល​ភាគច្រើន​មក​ពី​ស៊ីរី និង​អ៊ីរ៉ាក់ ស្ថិត​ក្នុង​ជំរុំ​ដ៏​ចង្អៀត នៅ​ក្នុង​ភូមិ Idomeni តាម​បណ្តោយ​ព្រំដែន​ក្រិក។
លោក Hamo មក​ពី​ប្រទេស​អ៊ីរ៉ាក់​រុញ​រទេះ​ដែល​ដាក់​កូន​ស្រី​ពិការ​វ័យ៨ឆ្នាំ​របស់​គាត់​ឈ្មោះ Sidra ដើរ​កាត់​វាល​មួយ​ដើម្បី​ប្រឹងប្រែង​ទៅ​ឲ្យ​ដល់​ព្រំដែន​ក្រិក។ ជន​ទេសន្តរប្រវេសន៍​ប្រមាណ​ជា​៧.០០០នាក់​រួម​ដែល​ភាគច្រើន​មក​ពី​ស៊ីរី និង​អ៊ីរ៉ាក់ ស្ថិត​ក្នុង​ជំរុំ​ដ៏​ចង្អៀត នៅ​ក្នុង​ភូមិ Idomeni តាម​បណ្តោយ​ព្រំដែន​ក្រិក។

په ٢٣م ستمبر دپاکستان اؤ افغانستان د اولسونو غير حکومتي تنظيم پاک – افغان اولسي تړون په ټوله نړۍ کې د پشتنو افغانانو د کلتور ورځ ونمانځله .

په دغه لړکې تر ټولو ستره دستوره د افغانستان په سمسوره سيمه پغمان کې راجوړه شوې وه چې پکې دافغانستان د سياسي ، حکومتي اؤ قومي مشرانو ترڅنگ په گڼ شمير کې ليکوالو، اديبانو اؤ خبريالانو برخه واخسته .

دغه دستورې ته دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې د پښتنو يو شل کسيز نمائنده وفد هم ورغلى ؤ چې مشري يې د پاک –افغان اولسي تړون دپاکستان د څانگې چئيرمين عالمزيب خان کوله.

په دغه وفد کې نوميالي صحافيان، دمدني ټولنې غړي ، ليکوالان اؤ دانشوران شامل وؤ.

دستوره کې يو نشست د سيمينار ؤ چې پکې مقررينو د پښتنو په ملي کلتور زړۀ پورې بحثونه وکړل اؤ په دې خبره ټينگار وشو چې پښتانۀ يو امن خوښى قام دى اؤ خپل يو غني کلتور لري ، بايد پښتانۀ خپل دغه کلتور ته د ودې ورکولو له لارې په نړۍ کې د خوريدونکي دې تاثر مخه ونيسي چې گنې پښتانۀ تندلاري يا ترهگر دي.

مقررينو وويل پښتانۀ موسيقي خوښوي، شاعري کوي، خپل ملي اټن سره مينه لري، خپل سپيځلي د جرگې روايات لري ، د خواخوږۍ اؤ انسان دوستۍ ډک کلچر لري خو نن خلکو د يو سازش لاندې په پښتنو جنگونه تپلي ، هغوئ يې د خپل کلتور نه لرې ويستي اؤ ټوپک يې ورپغاړه کړى .

دغومقررينو وويل بايد نور پښتانۀ د نړۍ د پرمختللو قامونو نه سبق واخلي، دخپلو تربگنو څخه تيرشي، د دښمنانو په سازشونو ځانونه باخبره وساتي اؤ د خپل ملي کلتور د راڅرگندولو له لارې خپل ژوند کې يو روښانه بدلون رامينځته کړي .

ددغه سيمينار د تالار مخې ته د پغمان په يوه لوړه غونډۍ جوړ شوي د رنگا رنگ گلونو په بڼ کې د پښتنو د ملي کلتور په حواله د يو نندارتون تابيا هم شوې وه چې پکې د پښتنو کلتور پسې تړل شوي بيلابيل توکي نندارې ته ايښودل شوي وؤ په دغو توکو کې د پښتنو روايتي خوراکونه، لباسونه، پوښاک ، دلاس جوړ شوي کالي ، دستکاري، هارونه ، قالينونه ، چوپړۍ، لالټين، په هگو ناستې کوړکې چرگې، غلبيلونه اؤ نور زړۀ پورې شيان نندارې ته وړاندې کړل شوي وؤ چې د خلکو د خاصې خوښۍ باعث وگرځيدل.

په دغه بڼ کې د پښتنو د روايتي لوبې موخې تابيا هم شوې وه اؤ يو شمير نخښه ويشتونکو نخښه وويشله.

د شپې د گلونو په مينځ کې د مشاعرې اؤ ټنگ ټکور تابيا شوې وه چې نوميالو شاعرانو اؤ هنرمندانو پکې برخه واخسته.

دخيبرپښتونخوا څخه دغو دستورو کې د برخې اخستو دپاره د ورغلي شل کسيز هئيت دپاره په سبا د افغانستان دعلومو اکيډمۍ کې ديوې ناستې تابيا شوې وه چې پکې دافغانستان نوميالو ليکوالو عبدالله بختاني، سليمان لائق، سعدالدين شپون، عبدالغفور ليوال، د افغانستان د صدر صلاح کار زلمي هيواد مل ، زرين انځور،ډاکټر روهي ، اسد الله دانش اؤ نورو گڼ شمير کسانو برخه لرله .

دخيبرپښتنونخوا نه ورغلي وفد کې دپيښور پريس کلب صدرناصرحسين، سترسکتر فدا عديل ،د خيبريونين اف جرنلسټس سنئير نائب صدر محمد نعيم ، د وائس اف امريکا ډيوه راډيو خبريال ميا فاروق فراق ، نوميالي شاعر اباسين يوسفزي، پروفيسر اسيرمنگل، سئنير صحافي ناصر داوړ، اقبال حسين افکار، پروفيسر محمد نواز، تصور مانيروال ، خيبروال، سئنير صحافي نثار محمد خان ،د پاکستان ټيلي ويژن پخواني پروگرام منيجر اؤ پروډيوسر شوکت علي،تکړه شاعر اؤ هنرمند امجد شهزاد، افغان ژورنالست عبدالحق عمري.وکيلانو روبينه ، ثمينه اؤ سوشل ورکرې زينب خان ترڅنگ نورو کسانو برخه لرله .

په دغه نشست کې د دواړو خواؤ پوهانو خپلو بحثونو کې وويل کۀ چرې پښتانۀ د علم اؤ شعور طرفته خپل ذهنونه راوگرځوي نو بيا ددوئ ترمينځ راښکل شوې د بيلتون کرښې هيڅ معني نه لري اؤ لکه څنگه چې په اروپا کې د قامونو ترمينځ ديوالونه ونړيدل داسې پښتانۀ هم په يو ټاټوبي کې ژوند کولى شي.

هغوئ زياته کړه چې د پښتنو ترمينځ کۀ هرڅو کرښې راښکل شوي خو دنيا پوهيږي چې پښتون يو قام دى، يوه ژبه ، يو دود، دستور، ادب، تاريخ اؤ ثقافت لري اؤ هيڅوک دوئ په مصنوعي کرښو له يو بله جدا کولى نۀ شي.

د پاکستان اؤ افغانستان د اولسونو ترمينځ د ژوند بيلابيلو څانگو کې د رابطو پياوړتيا اؤ چټکتيا د پښتنو ترمينځ ديووالي غوره لار وگرځول شوه.

د افغانستان دپښتو شخصي ټيلي ويژن چينل شمشاد لخوا هم ددغه وفد په درناوي کې د ماښام ميلمستيا ورکړل شوه.

د شمشاد ټي وي ودانۍ کې راجوړ شوي ماښامي کې هم مقررينو ورته خبرې وکړې اؤ د پښتنو په يووالي يې ټينگار وکړو.

دافغانستان د اوبو اؤ بريښنا وزير عارف نوززي هم د خيبرپښتونخوا څخه ورغلي وفد ته پخپل کور کې يوه درنه د ميلمستيا دستوره راجوړه کړې وه په کوم کې چې ښاغلي وزير وويل افغانستان د پاکستان سره د ورورولۍ اړيکې غواړي.

هغه وويل افغانستان دخپله وسه پورې کوشش کوي چې دپاکستان خلکو ته هډو د پرديتوب احساس ورنکړي همدغه وجه ده چې نن دپاکستان په لکونو خلک په افغانستان کې مزدورۍ اؤ سرمايه کارۍ کوي.

هغه وويل اوس افغانستان د بجلۍ پيداکولو په يو شمير منصوبو کار روان کړى اؤ په راتلونکو دوؤ کالو کې به ددې جوگه شي چې پاکستان ته په ارزان نرخ بجلي ورکړي ترڅو دپاکستان دننه د بجلۍ د بحران په حل کې مرسته وموندل شي.

هغه وويل افغانستان دپښتنو خپل کور دى اؤ ددغسې فکر لرونکو پښتنو افغانستان ته راتگ افغان حکومت دځان دپاره وياړ بولي ځکه چې دا ليکوالان ، صحافيان اؤ هنرمندان کولى شي چې د حکومتونو رهنمايي وکړي،

ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ به دغه هيئت ته دافغانستان صدر حامد کرزئ يوه د ميلمستيا دستوره راجوړوي چې پکې به دپاکستان اؤ افغانستان د اولسونو اؤ حکومتونو ترمينځ د اړيکو ښه کيدو په لارو چارو غور اؤ بحث کولى شي.

دافغانستان څخه وروستو به دغسې دستورې په اتلسم اؤ نولسم اکتوبر په پيښور کې هم جوړيږي چې پکې به دافغانستان اؤ پاکستان پښتانۀ يو ځل بيا راټوليږي اؤ د خپلې ورورولۍ د مضبوطولو دپاره به لارې چارې ټاکي.

دافغان حکومت په استازيتوب ښاغلي عارف نورزئ دغه هئيت ته ډاډگيرنه ورکړه چې افغان حکومت به يې د ملي يووالي د هڅو کلکه ملگرتيا کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG