لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا په مشرۍ فضائي کارروائيو کې ددولت اسلاميه ١٤ جنگيالي وژل شوي


 چارواکي وائي چې ميادين، الحسکه اؤ ابوکمال سيمو کې هدفونه په نخښه کړل شوي.
چارواکي وائي چې ميادين، الحسکه اؤ ابوکمال سيمو کې هدفونه په نخښه کړل شوي.

دامريکا په مشرۍ ائتلافي ملکونو شام کې ديوې فضائي کارروايۍ په مهال ددولت اسلاميه دکنټرول لاندې سيمو کې دتيلو کارخانې په نخښه کړي چې پکې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي.

خبري ادارې رائټرز دامريکائي چارواکو له خُلې وئيلي دشورو په شپه ختيز شام کې ددولت اسلاميه دقبضې لاندې دتيلو دتنصيباتو سيمو کې کارروايۍ شوي.

چارواکي وائي چې ميادين، الحسکه اؤ ابوکمال سيمو کې هدفونه په نخښه کړل شوي.

دائتلافيانو له لوري ددولت اسلاميه په هدفونو پرله پسې په دريمه شپه هم فضائي کارروايۍ شوي چې پکې دامريکا، سعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو الوتکو برخه اخستې.

دشام په صورتحال نظر ساتونکې ډلې سيئرين ابزرويټري فار هيومن رائټس دزيارت په ورځ وئيلي چې دامريکا په مشرۍ په تندلارو شوؤ فضائي کارروائيو کې نور ١٤ جنگيالي وژل شوي دي.

په عين حال کې شام کې ددولت اسلاميه په هدفونو دامريکائي فضائي حملو باوجود هم کرد علاقو کې ددغه تندروه ډلې پرمختگ کې کمى په نظر نۀ راځي.

ددغو علاقو اوسيدونکي وائي چې تندلاري کلي سيزي اؤ يرغمال نيول شوي کسان قتلوي.

ددغو خلکو وينا ده چې دولت اسلاميه دامريکائي حملو په جواب کې دشام شمالي علاقو کې دترکي دپولې سره نزدې خپلې کارروايۍ تيزې کړي دي.

ددغو علاقو نه اوس اوس تقريباً څلويښت لکو خلکو کډې کړي اؤ دغه په شام کې ددريوؤ کلونو نه دروانې جگړې په مهال تر ټولو تُنده کډوالي گڼلى شي.

واشنگټن دخپلو عرب ائتلافيانو سره دنهې په ورځ حملو کې په لسگونو تندلاري وژلي، دغه کارروائي دامريکائي صدر براک اوباما له لوري عراق اؤ شام کې دفعاله دولت اسلاميه دجنگيالو دپه نخښه کولو دارادې څرگندولو نه دوه اوونۍ پس شوې.

امريکائي صدر براک اوباما ملگرو ملتونو ته په خطاب کې ددغه ډلې سره دڅه قسمه مذاکراتو امکان رد کړى اؤ وئيلي يې دي ددې خبرې څه وجه نۀ شي کيدى دبدۍ ددغه بيلگې سره هيڅ مذاکرات نۀ شي کيدى اؤ زياته يې کړه چې دغه شان قاتل يواځې دطاقت ژبه پيژني ځکه نو امريکا به دخپلو ائتلافيانو سره په شريکه دمرگ دغه نيټ ورک ختمولو لپاره کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG