لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې ددولت اسلاميه خلاف امريکائي فضائي حملې پيل


 ددفاع دمحکمې دوياند ريئر ايډمرل جان کربي ترمخه دگل په ماښام شوؤ دغو فضائي حملو کې جنگي الوتکې اؤ ټاماهاک ميزائيل کارول شوي دي.
ددفاع دمحکمې دوياند ريئر ايډمرل جان کربي ترمخه دگل په ماښام شوؤ دغو فضائي حملو کې جنگي الوتکې اؤ ټاماهاک ميزائيل کارول شوي دي.

امريکا اؤ ائتلافي هيوادونو يې دعراق نه پس شام کې هم دسُني تندروه ډلې دولت اسلاميه په پټن ځائيونو فضائي حملې پيل کړي دي.

ددفاع دمحکمې دوياند ريئر ايډمرل جان کربي ترمخه دگل په ماښام شوؤ دغو فضائي حملو کې جنگي الوتکې اؤ ټاماهاک ميزائيل کارول شوي دي.

دامريکائي ميډيا ترمخه پينځه عرب هيوادونه په دغو کارروائيو کې برخه اخلي چې پکې سعودي عرب، بحرين اؤ قطر هم شامل دي.

امريکائي چارواکو دشام حکومت ته خبردارى ورکړى چې دتندلارو خلاف دې دکومې امريکائي فضائي کارروايۍ مخې ته خنډان ته نۀ راولاړوي.

دپينټاگون يو بل ترجمان ليفټننټ کرنل جيف پول هم دگل په ورځ وائس اف امريکا سره خبرو کې ددغو فضائي کارروائيو پخلى کړى، هغه وئيلي وؤ چې دغه اپريشن اوس هم روان دى اؤ دنورو جزئياتو ورکولو نه يې ډډه کړې وه.

دهغه په قول " ددغو حملو فيصله دامريکائي سنټرل کمانډ کمانډر دکمانډر ان چيف(صدراوباما) په اجازت سره نن(دگل ورځ) سحر کړې،مونږ به په مناسب وخت ددې نور تفصيلات وښائيو"

امريکا له دې وړاندې عراق هم کې ددولت اسلاميه جنگيالي په نخښه کړي ، دغه تندروه ډلې دعراق اؤ شام په مختلفو برخو قبضه کړې ده.

دامريکا صدر براک اوباما دغه ترهه گريزه ډله دنړيوال امن لپاره خطره گرځولې اؤ ددې دتباه کولو اراده يې څرگنده کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG