لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پوځي تربيتي الوتکه تباه، دوه پائيلټان ژوبل


 دپوځ له لوري جاري شوي يو بيان ترمخه دغه پيښه دلورا لا ئي سره نزدې رامينځته شوې چې پکې کيپټن حسنين اؤ کيپټن عمر زخمي شوي دي.
دپوځ له لوري جاري شوي يو بيان ترمخه دغه پيښه دلورا لا ئي سره نزدې رامينځته شوې چې پکې کيپټن حسنين اؤ کيپټن عمر زخمي شوي دي.

دپاکستان دبلو چستان صوبې دزيارت ضلعې په حدودو کې دپوځ يوه تربيتي الوتکه راغورځيدلې اؤ تباه شوې چې له امله يې دوه پائيلټان ژوبل شوي دي.

دپوځ له لوري جاري شوي يو بيان ترمخه دغه پيښه دلورا لا ئي سره نزدې رامينځته شوې چې پکې کيپټن حسنين اؤ کيپټن عمر زخمي شوي دي.

ژوبل پائيلټان دعلاج لپاره دکوئټې پوځي هسپتال ته رسول شوي چې دغلته يې حالت دخطرې نه بهر ښودلى شي.

چارواکي وائي چې دغه پوځي الوتکه سحر دکوئټې دخالد ائيربيس نه خواؤشا لس بجې روانه شوې وه اؤ دلورا لا ئي اؤ زيارت ترمينځ دمنا ډيم سره نزدې دفني خرابۍ په وجه په ځمکه راپريوته اؤ تباه شوه.

دالوتکې دغورځيدو سره په ځمکه دکوم نقصان اوړيدو اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

دتربيتي الوتکو دتباه کيدو دغه شان پيښې پاکستان کې په تيرو وختونو کې هم رامينځته شوي اؤ چارواکي وائي چې ددې نه دزياترو وجوهات فني خرابۍ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG