لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : بم چاؤدنه کې يو تن وژل شوى،دوه ژوبل


 دليويز يو چارواکي محمد طارق ميډيا ته په دغه اړه وئيلي دي چې دکيچ ضلعې په دشت تحصيل کې تندلارو دفرنټئير ورکس ارگنائزيشن( ايف ډبليو او) يو گاډى په ريمووټ کنټرول بم الوځولى.
دليويز يو چارواکي محمد طارق ميډيا ته په دغه اړه وئيلي دي چې دکيچ ضلعې په دشت تحصيل کې تندلارو دفرنټئير ورکس ارگنائزيشن( ايف ډبليو او) يو گاډى په ريمووټ کنټرول بم الوځولى.

چارواکي وائي دخالي په ورځ دبلوچستان په تربت سيمه کې دسړک دغاړې ديوې بم چاؤدنې له امله يو تن وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دليويز يو چارواکي محمد طارق ميډيا ته په دغه اړه وئيلي دي چې دکيچ ضلعې په دشت تحصيل کې تندلارو دفرنټئير ورکس ارگنائزيشن( ايف ډبليو او) يو گاډى په ريمووټ کنټرول بم الوځولى.

هغه وويل په ابتدائي توگه دغه چاؤدنه کې درې کسان ژوبل شوي وؤ چې دهغوي نه يو هسپتال ته درسول کيدو په مهال لاره کې ساه ورکړه، دچاؤدنې له امله دډبليو ايف او گاډى هم تباه شوى.

دهغه وينا وه چې دايف ډپليو او کارکوونکي ديو سړک په جوړولو بوخت وؤ چې تندلاري په نخښه کړل ، ددغه حملې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو محمد طارق انديښنه لري چې ددغه پيښې پشا بلوڅ بيلتون خوښې وسله والې ډلې کيدى شي.

په يوه بله پيښه کې دبلوچستان په مستونگ علاقه کې دجمعې په شپه وسله والو دتيلو دوه ټانکرې سوځولي دي.

دليويز دسرچينو ترمخه وسله والو دتفتان نه کوئټې ته په غځيدلې لويه لاره دتيلو په دوؤ ټانکرو ډزې وکړې چې ورسره په دغو ټانکرو اور ولگيدو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG