لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د٢٠١٣م انتخابات شفاف اؤ ازادانه ؤ،نوازشريف


 وزيراعظم دا هم وائي چې اسلام اباد کې په احتجاج بوخت گوندونه خلک ملک کې تشدد اؤ ناقرارۍ خورولو ته هڅوي
وزيراعظم دا هم وائي چې اسلام اباد کې په احتجاج بوخت گوندونه خلک ملک کې تشدد اؤ ناقرارۍ خورولو ته هڅوي

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي د٢٠١٣م انتخابات شفاف اؤ ازادانه ؤ اؤ تر دې چې نړيوالو مبصرينو هم دغه انتخابات ازادانه اؤ شفاف گرځولي دي.

وزيراعظم دا هم وائي چې اسلام اباد کې په احتجاج بوخت گوندونه خلک ملک کې تشدد اؤ ناقرارۍ خورولو ته هڅوي

وزيراعظم نوازشريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې اسلام اباد کې حکومت مخالفه سياسي گوندونه پاکستان تحريک اؤ پاکستان عوامي تحريک دهغه دحکومت خلاف ديوې مياشتې نه دزيات وخت راهسې په احتجاج بوخت دي اؤ هغه نه دمستعفي کيدو غوښتنې کوي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې د٢٠١٣م انتخاباتو کې نوازشريف دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري ،اليکشن کميشن، پنجاب دنگران وزيراعلي نجم سيټهي اؤ نورو کسانو سره په شريکه په لويه پيمانه دهاندلي کړې.

نوازشريف انتخاباتو کې ددغه شکمنې دهاندلۍ دتحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په مشرۍ ددرې کسيز کميشن جوړولو تجويز وړاندې کړى ، خو عمران په دغه اړه دريځ لري چې دوزيراعظم نوازشريف په موجودگۍ کې بې پلوه تحقيقات نۀ شي کيدى.

دعمران خان په دغه غوښتنه نوازشريف دريځ لري چې هغه د١٨ کروړه اولس منتخب وزيراعظم،پارليمنټ کې موجود ټول گوندونه يې ملاتړ کوي اؤ په يو صورت کې به هم استعفا نۀ ورکوي.

په موجوده کړکيچن سياسي صورتحال دپارليمنټ گډې غونډې ته په وينا کې نوازشريف وويل په ريډزون کې دمظاهرينو په ايجنډا پوهيدل گران کار دى.

وزيراعظم دجمهوري ادارو اؤ جمهوريت په ملاتړ کولو دټولو سياسي گوندونو ستائينه وکړه

نوازشريف وويل هاغه عناصر چې ملک اؤ دملک اولس ته يې زيان رسولى بايد پخپله تگلاره نظرثاني وکړي.

نوازشريف وويل په ځانگړې توگه داپوزيشن دمشر سيد خورشيد شاه اؤ نورو پارليماني مشرانو شکريه ادا کوي اؤ زياته يې کړه چې هغوي دهاغو خلکو حوصلې ماتې کړي چې دجمهوري عمل دتالا ترغه کولو هڅه کوي اؤ دپارلمان ملاتړ يې کړى دى.

وزيراعظم وويل دمدني ټولنې اؤ ميډيا مننه هم ادا کوي چې دهغه په قول دهاغو کسانو مخونه يې راڅرگند کړي چې درياست، ائين اؤ پارليمنټ خلاف يې سازش کولو.

نوازشريف وويل پارليمنټ ددې خبرې هم شاهد دى چې په احتجاج بوخت گوندونو اؤ دهغوي مشرانو خپلې وعدې ماتې کړي اؤ ريډزون ته داخل شوي،هغه وويل دغه خلک دښځو اؤ ماشومانو شاته پټ شوي اؤ ريډزون ته داخل شوي.

نوازشريف وويل سپريم کورټ دغو خلکو ته وئيلي چې شاهراه دستور دې خالي کړي اؤ هغوي ژمنه کړې وه چې کومې حکومتي ودانۍ ته به نۀ داخليږي ، خو هرچا وليدل چې څنگه دغو خلکو په پاکستان سيکرټريټ، پي ټي وي يې حمله وکړه ،پارليمنټ ته ورداخل شول اؤ دوزيراعظم هاؤس نه بهر يې خيمې ولگولې.

نوازشريف وويل چې دغه هر څه دانقلاب په نوم وکړى شول خو حکومت دصبر نه کار واخستو ځکه چې " مونږ" په مذاکراتو باور لرو اؤ ددې لپاره يوه کميټي جوړه کړل شوه اؤ اپوزيشن هم خپله کميټي جوړه کړه.

نوازشريف وويل دهغه،شهبازشريف اؤ نورو خلاف دماډل ټاؤن په پيښه يو ايف ائي ار هم درج شوى خو دغو خلکو ته دتسلۍ ورکولو باوجود مظاهرينو خپله پاريدونکې رويه نۀ ده پريښې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG