لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پوليس وايي د کالعدم تنظيم 7 ترهگر يې وژلي


د پوليس چارواکو په وينا دغه عمليات د کراچۍ په سپرهايي وى د افغانانو د ابادۍ ترڅنگ شوي
د پوليس چارواکو په وينا دغه عمليات د کراچۍ په سپرهايي وى د افغانانو د ابادۍ ترڅنگ شوي

چارواکي وايي دشورو په ورځ دپاکستان د سندهـ صوبې په سرښار کراچۍ کې د ورانکارو په ضد د پوليسو عملياتو کې لږ ترلږه اووۀ ترهگر وژل شوي اؤ دهغوئ څخه په دروند کچ وسله هم پوليسو ته په لاس ورغلې ده.

د پوليس چارواکو په وينا دغه عمليات د کراچۍ په سپرهايي وى د افغانانو د ابادۍ ترڅنگ شوي

پوليس وايي د عملياتو په مهال ورانکارو کلک مقاومت کړى اؤ په په سيمه کې يوه بمي چاؤدنه هم شوې .

دپوليسو له مخې د نښتې په مهال اووۀ ترهگر وژل شوي چې تعلق يې د يو ناچله گرځول شوي تندروه تنظيم سره ښودل شوى خو ازادو سرچينو د پوليسو ددغې دعوې تصديق نۀ دى کړى .

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم پوليسو وخت په وخت د ورانکارو په ضد دغسې عمليات ترسره کړي چې په پکې په سوونو کسان وژل شوي .

سمندر ته د نزدې والي له امله کراچۍ دپاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار دى اؤ د تيرو څو کلونو راهسې په دغه ستر ښار کې دسياسي ، مذهبي اؤ فرقه ايزه اختلافاتو په اساس د خلکو د وژل کيدو لړۍ چټک شوې ده .

د روان کال په پايې کې حکومت کراچۍ کې دامنيت ټينگولو په غرض د چاڼيزو عملياتو پيل کولو اعلان کړى ؤ خو ددغو عملياتو باوجود هم وخت په وخت کراچۍ کې د بدامنۍ پيښې رامينځته کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG