لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدافريدى يوځل بيا دټي ټوئنټي کپتان


دنهې په ورځ پي سي بي دټيسټ اؤ ون ډى کرکټ لپاره د٢٠١٥م دعالمي کپ پورې دمصباح الحق دبرقراره ساتلو اعلان هم شوى دى.
دنهې په ورځ پي سي بي دټيسټ اؤ ون ډى کرکټ لپاره د٢٠١٥م دعالمي کپ پورې دمصباح الحق دبرقراره ساتلو اعلان هم شوى دى.

پاکستان کرکټ بورډ( پي سي بي) اسټار ال راؤنډر شاهد افريدى دټي ټوئنټي يا دشلو اورونو دکرکټ دلوبې دکپتان جوړولو اعلان کړى.

دنهې په ورځ پي سي بي دټيسټ اؤ ون ډى کرکټ لپاره د٢٠١٥م دعالمي کپ پورې دمصباح الحق دبرقراره ساتلو اعلان هم شوى دى.

شاهد افريدى به دکال ٢٠١٦م پورې دټي ټوئنټي کرکټ دلوبې کپتان وي.

پاکستان به خپل راتلونکى سيريز داسټريليا خلاف لوبوي اؤ ددې لپاره هم دټيم نومونو ته غوڅ شکل ورکولى شي.

دپي سي بي چئيرمين شهريار خان وائي " ددې فيصلو کولو نه وړاندې په جمهوري توگه دفيصلو کولو دتگلارې سره سم ما دکرکټ کميټۍ اؤ دخپل بورډ غړو سره مشوره وکړه "

هغه وويل په راتلونکو ورځو کې دمصباح الحق اؤ شاهدافريدي لپاره دنيک بختۍ هيله کوي.

دسرچينو وينا ده دپي سي بي چئيرمين داړونده غړو سره دمشورې نه پس دمحمد حفيظ پځايې شاهد افريدى دټي ټوئنټي سکواډ کپتان مقرر کړى دى.

محمدحفيظ بنگله ديش کې دسږکال په شروع کې عالمي ټي ټوئنټي کې دقومي ټيم دبدې کارکردگۍ نه پس دخپلې عهدې نه استعفا ورکړې وه.

سرچينې وائي چې دپي سي بي چئيرمين دنجم سيټهي نه بغير دگورننگ باډۍ ټول غړي دخپلو فيصلو په اړه باور کې اخستي،نجم سيټهي دا وخت دملک نه بهر دى.

دتيرو څو مياشتو په مهال شاهد افريدي ميډيا سره خبرو کې يوځل بيا دکپتان جوړيدو خواهش څرگند کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG