لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا عراق کې ددولت اسلاميه خلاف فضائي حملو کې پراختيا راوستې


يوه بله فضائي حمله شمالي عراق کې دجبل سنجار سره نزدې شوې ده.
يوه بله فضائي حمله شمالي عراق کې دجبل سنجار سره نزدې شوې ده.

امريکا په عراق کې ددولت اسلاميه خلاف خپل کمپائن کې پراختيا راوستې اؤ دبغداد په جنوب لويديزه سيمه کې ددغه ډلې په هدفونو د امريکائي جنگي الوتکو نه بمباري شوې ده.

دگل په ورځ پينټاگون وئيلي دي په داسې حال کې چې ددولت اسلاميه دتشدد نه ډکې کارروايۍ په سيوا کيدو دي، دغه فضائي حملې عراق کې دامريکائي عسکرو اؤ گټو دتحفظ څخه ورپه اخوا دامريکائي هلو ځلو ددائرې دپراخولو برخه ده.

يوه بله فضائي حمله شمالي عراق کې دجبل سنجار سره نزدې شوې ده.

دامريکا صدر براک اوباما تيره اوونۍ وئيلي وؤ امريکا به ددولت اسلاميه دجنگيالو خلاف خپلې پوځي کارروايۍ پراخوي اؤ چرته چې هم دغه تندلاري په نظر راځي دهغوي دتباه کولو په هلو ځلو کې به خپل دلارښوونې کردار ادا کوي.

صدر اوباما شام کې هم ددولت اسلاميه خلاف دفضائي حملو اجازت ورکړى ؤ، خو دغلته دامريکائي کارروائيو شروع کولو په اړه تر دې دمه څه نۀ دي وئيل شوي.

يو لوړپوړي امريکائي چارواکي شام ته خبردارى ورکړى چې امريکائي فضائي کارروايۍ کې دې مداخلت نۀ کوي، دهغه په قول امريکا دشام دفضائي دفاعي نظام خلاف مزاحمت کولى شي.

ددولت اسلاميه جنگيال دشام دصدر بشارالاسد خلاف هم جنگيږي اؤ صدر اوباما ددغه ډلې خلاف دشامي صدر سره په گډه دکارروائيو امکان رد کړى.

په عين حال کې خواؤشا ٣٠ؤ ملکونو ددولت اسلاميه دجنگيالو خلاف جگړه کې دعراق دملاتړ ژمنه کړې ده ، چې پکې هغوي دپوځي ملاتړ په گډون دټولو ضروري وسيلو دورکولو اراده څرگنده کړې.

په دغه بحران پيرس کې دگل په ورځ ديو کانفرنس کيدو نه پس جاري شوي بيان کې ډيپلوماټانو وئيلي دغه امداد عراق ته دپکار ضرورتونو اؤ بين المللي قوانينو په نظر کې نيولو سره اؤ داولسي وگړو سلامتۍ په خطره کې داچولو نه بغير ورکول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG