لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي دچين صدر ورته ددورې کولو باور ورکړى


. دبيان ترمخه دچين صدر خپل پاکستاني سيال ممنون حسين اؤ وزيراعظم نوازشريف لپاره دنيکو هيلو څرگندونه کړې ده.
. دبيان ترمخه دچين صدر خپل پاکستاني سيال ممنون حسين اؤ وزيراعظم نوازشريف لپاره دنيکو هيلو څرگندونه کړې ده.

دپاکستان دخارجه دفتر ديو بيان ترمخه دچين صدر ژي جنپنگ وئيلي دي چې پاکستان سره دهغه ملک ژورې اړيکې لري کومې چې به دوخت تيريدو سره نورې هم مضبوطيږي.

دچين صدر دا هم وئيلي دي چې هغه ډير زر دپاکستان ددورې منتظر دى.

دپاکستان دخارجه دفتر نه دجاري شوي بيان ترمخه چيني صدر دغه خبرې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ دمشاور سرتاج عزيز سره په خبرو کې کړي دي ، چاچې شنگهائي کې دکيدونکې شنگهائي مرستندويه تنظيم په موقع صدر جنپنگ سره ليدنه کړې.

. دبيان ترمخه دچين صدر خپل پاکستاني سيال ممنون حسين اؤ وزيراعظم نوازشريف لپاره دنيکو هيلو څرگندونه کړې ده.

خارجه مشاور دچين صدر ته وئيلي چې دهغه ملک پاکستان ته دچين دصدر ددورې په انتظار دى چې ورسره به دوه اړخيزه اړيکې نورې هم مضبوطې شي.

ټاکل شوې وه دچين صدر به دروانې مياشتې په مهال دپاکستان دوره وکړي خو وروستو دغه دوره وځنډول شوه، پاکستاني چارواکي وائي چې پاکستان ته ددغه دورې دځنډيدو وجه اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک له لوري روانې دهرنې اؤ سياسي کړکيچ ؤ.

دوزيراعظم نواز شريف په گډون گڼو حکومتي عهديدارانو وئيلي دي چې ددغه دورې په مهال دچين اؤ پاکستان ترمينځ د٣٤ؤ اربو ډالرو منصوبو ته غوڅ شکل ورکړل کيدونکى ؤ اؤ دحکومت مخالفه دهرنو په وجه دغه منصوبې دځنډ ښکار شوې.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک کارکوونکي دتيرې يوې مياشتې راهسې دپارليمان نه بهر په احتجاج بوخت دي اؤ دوزيراعظم نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې نوازشريف دتيرکال په عامو انتخاباتو کې په دهاندلۍ کولو سره اقتدار ته رسيدلى اؤ دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري دانقلاب دنعرې په لگولو سره دغلته دخپلو پلويانو سره موجود دى اؤ دوزيراعظم، پنجاب دوزيراعلي ،قومي اؤ ټولو صوبائي اسمبلو دماتولو غوښتنه کوي.

وزيراعظم نواز شريف انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره ديو عدالتي کميشن جوړولو تجويز هم وړاندې کړى خو دتحريک انصاف مشر وائي دروڼ انده اؤ ازادو ټولټاکنو لپاره لمړى دوزيراعظم استعفا ضروري دى.

دعمران خان په دغه غوښتنه نوازشريف وائي چې هغه دملک دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ په يو صورت کې به هم استعفي نۀ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG